Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»لیکني»د امریکا د ملي امنیت په ستراتېژۍ کې د افغانستان د نوم نشتون څه پیغام لري؟
    لیکني

    د امریکا د ملي امنیت په ستراتېژۍ کې د افغانستان د نوم نشتون څه پیغام لري؟

    صابر افغانصابر افغان13 دسمبر 2025څرگندونې نشته4 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    په دې وروستیو کې امریکا د ۲۰۲۵ز کال د ملي امنیت تازه ستراتېژي خپره کړې، چې د افغانستان نوم پکې نه لیدل کېږي. دا په دې معنی ده، چې امریکا افغانستان د خپل ځان او کورني امنیت لپاره ګواښ نه بولي او په دې برخه کې د افغان حکومت بریاوې، پر وضعیت کنټرول او افغانستان د نړیوالې ټولنې د یوه فعاله، با امنه او باثباته هېواد په توګه پکې له ورایه برېښي، خو دې مسئلې ته د افغانستان او افغان حکومت مخالفین بېلابېل تعبیرونه ورکوي او هڅه کوي، په دغو تعبیرونو کې خپلې هغه ناسمې وړاندوینې، فرضيې او لابیګرۍ پټې کړي، چې د افغانستان د وضعیت په اړه یې درلودې/ لري.

    د افغانستان او افغان حکومت مخالفې کړۍ، افراد، تبلیغاتي چینلونه او آدرسونه دا ستراتېژي داسې تعبیروي چې ګواکې افغانستان د امریکا له لوري منزوي شوی او له پامه لوېدلی دی. دوی په دغه تعبیر سره هڅه کوي چې هغه ټولې فرضیې وړاندوینې او لابیګرۍ پټې کړي، چې له تېرو نږدې څلورو کلونو راهیسې یې د افغانستان د وضعیت په اړه وړاندې کړې او لا یې هم دا لړۍ روانه کړې. دوی په دغو کلونو کې خپله نهايي هڅه وکړه، چې د افغانستان وضعیت ناسم وبولي، نړۍ ته یې لوی ګواښ باله او دغه راز د بشري حقونو او نورو کاذبو شعارونو په پلمه په افغانستان کې د یوې بلې جګړې اور او د افغانستان بیا اشغال ته لمن وهله. دوی پیل له امریکا او غربي هېوادونو وکړ، بیا د سیمې، لېرې او نږدې هېوادونو ته ورسېدل.

    له لاریونونو نیولې بیا تر ټلوېزیونونو، رسنیو، سټېجونو او آن ټولنیزو رسنیو پورې، دوی د افغانستان د وضعیت د ناسم ښودلو په پار ډېرې هڅې او هلې ځلې وکړې، د استخباراتي ادارو، جرمي شبکو او آن قاچاقبرو دروازې یې وټکولې، خو له هرې دروازې او درباره ناهیلي ستانه شول، تر دې چې اوس یې ځانونو د پاکستان غېږې ته ور اچولي او د افغانستان خلاف یې ښکاره سنګر نیولی دی. دوی په دې وروستیو کې د پاکستان په اشاره او ملاتړ ټولې هغه مردودې او له کرکې ډکې کړنې کوي، چې پاکستان روانې کړې دي، په دې معنی چې پاکستان او دوی ټول په یوه جهت کې سره ولاړ دي او د افغانستان خلاف یې سنګر نیولی دی.

    خو د امریکا دې ستراتېژۍ وښودله، چې افغان حکومت لکه څنګه یې چې له اوله ویل او ژمنې یې کولې، پر افغانستان پوره کنټرول لري، نشه‌يي توکي یې تقریباً د صفر کچې ته را ټیټ کړي، د خپلسریو مخه یې نیولې، نه ګاونډ، نه سیمې او نه هم نړۍ ته ګواښ دی، بلکې برعکس اوس د فرصتونو په مرکز بدل شوی او ورځ تر بلې د سوکالۍ، پرمختګ او ښېرازۍ په لور ګامونه اخلي. له ځينو مشخصو ادرسونو او کړیو پرته اوس ټول هېوادونه او جهتونو هڅه کوي، چې له افغانستان سره په اقتصادي او نورو برخو کې اړیکې ورغوي او پراخې یې کړي، ترڅو له موجوده فرصتونو څخه په ښه ډول ګټه پورته کړي.

    بل لور ته همدا تېره اونۍ د روسیې ولسمشر هند ته مهم سفر درلوده، هلته يې په څرګنده توګه د افغان حکومت لاسته راوړنې یادې او وستایلې، دا غږ هند هم بدرګه کړ، چین یې هم بدرګه کوي، ایران یې هم بدرګه کوي، د منځنۍ اسیا او منځني ختیځ هېوادونه یې هم بدرګه کوي. دا ټول هغه کارونه او لاسته راوړنې دي، چې د افغانستان او افغان حکومت مخالفې ډلې ټپلې او ادرسونه یې وارخطا او لالهانده کړي دي. دوی په دې پوهېږي، چې وضعیت هغه ډول نه دی روان چې دوی یې تصور کاوه او یا یې هم تمه لرله.

    په ټوله کې د افغانستان اوسني وضعیت، ثبات او امنیت نه یوازې افغانانو بلکې د ګاونډ، سیمې او نړۍ هېوادونو ته بې شمېره فرصتونه برابر کړي دي. همدا اوس ایران له افغانستان سره خپله سوداګریزه راکړه – ورکړه څو چنده زیاته کړې، د منځنۍ اسیا هېوادونه د بل هر وخت په پرتله له افغانستان سره د سوداګرۍ او راکړې – ورکړې د پراختیا په هڅه کې دي، هند او چین هڅه کوي له افغانستان سره خپله سوداګري او راکړه – ورکړه پراخه کړي، روسیه هم په همدې لټه کې ده، آن اروپايي هېوادونو هم دا لړۍ روانه کړې او هڅه کوي، چې له افغانستان سره خپلې اړیکې ورغوي، سوداګري پراخه کړي او له شته فرصتونو ګټه واخلي، دوی ټول فکر کوي، چې افغانستان ورته اوس د ګواښ نه، بلکې مثبتو فرصتونو په مرکز بدل شوی دی.

    یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

    مخکینۍ مقالهروان کال د افغانستان او روسیې ترمنځ د ۳۶۶ ميليونه ډالرو په ارزښت سوداګري شوې
    راتلونکي مقاله د هېواد په ۱۰ ولايتونو کې د واورې او باران ورېدو اټکل شوی

    مربوطه لیکنې

    د پاکستان رښتیني غلامان څوک دي؟

    12 دسمبر 2025

    له تړلو لارو د پاکستان تر میراتو شویو هيلو

    11 دسمبر 2025

    په امریکا کې د افغانانو نیونې؛ د سپینې ماڼۍ او مقاومت د دریځ زیاتېدونکی تضاد

    10 دسمبر 2025
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    افغانستان 13 دسمبر 2025

    د هېواد په ۱۰ ولايتونو کې د واورې او باران ورېدو اټکل شوی

    د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت د هوا پېژندنې ریاست نن شنبه د قوس ۲۲…

    د امریکا د ملي امنیت په ستراتېژۍ کې د افغانستان د نوم نشتون څه پیغام لري؟

    13 دسمبر 2025

    روان کال د افغانستان او روسیې ترمنځ د ۳۶۶ ميليونه ډالرو په ارزښت سوداګري شوې

    13 دسمبر 2025
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    د هېواد په ۱۰ ولايتونو کې د واورې او باران ورېدو اټکل شوی

    13 دسمبر 2025

    د امریکا د ملي امنیت په ستراتېژۍ کې د افغانستان د نوم نشتون څه پیغام لري؟

    13 دسمبر 2025

    روان کال د افغانستان او روسیې ترمنځ د ۳۶۶ ميليونه ډالرو په ارزښت سوداګري شوې

    13 دسمبر 2025
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،091 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20243،038 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20242،094 Views
    © 2025 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.