د اسوشیټډ پرېس خبري اژانس د راپور له مخې، د امریکا د نیو میکسیکو ایالت په سوېل لوېدیځ کې په یوه پارک کې د ډزو له امله درې تنه وژل شوي او ۱۵ نور ټپیان شوي دي.
پېښه په ځایي وخت د شپې لس بجې دیوه غیر رسمي نندارتون پر مهال رامنځته شوې.
د پېښې په تړاو څوک نه دي نیول شوي، خو پولیس وایي چې څېړنې روانې دي.