Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»لیکني»د امریکا د هژمونی پای؛ چین او روسیه افغانستان له امریکایي فشارونو ژغوري
    لیکني

    د امریکا د هژمونی پای؛ چین او روسیه افغانستان له امریکایي فشارونو ژغوري

    صابر افغانصابر افغان13 مې 2024څرگندونې نشته2 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    محمد فیصل

    په ۲۰۲۱ کې له افغانستانه د امریکایي اشغالګرو له وتلو وروسته چې طالبان واک ته ورسیدل، نو له ډیرو ستونزو سره مخ وو.

    له بهرنیو اړیکو نیولې تر بهرنۍ پانګونې او امنیتي ستونزو سربیره ګڼې ستونزې او اندیښنې موجودې وې.

    خو له نږدې دریو کلونو وروسته وضعیت د افغان حکومت په ګټه دی او هغه اندیښنې چې د طالبانو واک ته رسیدو په لومړیو کې موجودې وې، اوس تر ډیره یا له منځه تللي او یا کمې شوې دي.

    د امریکایانو (غربیانو) له وتلو وروسته چې کومه سیاسي تشه رامنځته شوه، هغه د روسانو او چینانو له لوري ډکه شوې ده.

    سره له دې چې ټولې غربي نړۍ افغانستان ته شا کړې، سفارتونه یې تړلی، په یو او بل نوم فشارونه واردوي او د افغانستان شتمنۍ یې کنګل کړي، خو روسیې او چین افغانستان یوازې پرینښود او د افغان حکومت سیاسي او اقتصادي ملاتړ ته رامخکې شول.

    روسیې او چین د اسلامي امارت د تیر حاکمیت برعکس دا ځلې طالب دیپلوماتان ومنل او چین خو تر دې بریده مخکې ولاړ چې په بیجینګ کې یې په رسمي ډول افغان سفیر ومانه او د چین ولسمشر یې باور لیک ترلاسه کړ.

    دغه راز یې کابل ته خپل سفیر بیرته راواستوه.چین په اقتصادي ډګر کې هم د افغان حکومت ژغورنې ته رامخکې شوی. ګڼو چینایي شرکتونو له افغان حکومت سره د کانونو ایستلو او نورو برخو کې تړونونه لاسلیک کړي دي.

    روسیه او چین چې له سړې جګړې وروسته سوکه سوکه له امریکا سره د تقابل سیاست ته ننوتي، دواړو د نږدیوالي له امله په نړۍ د امریکا یکه تازي ننګولې ده.د چین او روسیې نږدې کیدو په اسیا او تر څه بریده په اروپا کې د امریکا په مشرۍ د غرب هژموني تر پوښتنې لاندې راوستې.

    د دغو لورو تر منځ له تقابل څخه افغان حکومت ته فرصت په لاس ورغلی چې له وضعیت څخه د افغانستان په ګټه استفاده وکړي.

    مالومیږي چې افغان حکومت وضعیت درک کړی او چین او روسیې ته په نږدې کیدو سره غواړي افغانستان له سیاسي او اقتصادي بحرانونو وژغوريبلخوا روسیه او چین هم افغانستان ته په نږدې کیدو غواړي خپلې ځینې موخې ترلاسه کړي.

    افغان حکومت کولی شي په سیمې او نړۍ کې له حاکم وضعیت څخه د ګټورې بهرنۍ پالیسۍ پلي کولو له لارې افغانستان یو قوي موقف ته ورسوي.

    مخکینۍ مقالهد مرګونو سېلابونو وروستۍڅپه او زموږ دیني او ملي وجیبه!
    راتلونکي مقاله فلسطین: په غزه کې د مړینې کچه له ۳۵ زره تنو څخه واوښته

    مربوطه لیکنې

    په غزه کې د نسل وژنې پر وړاندې د افغانانو غږ

    30 مې 2025

    د غزې د مظلومیت غږ او هغه نړۍ چې چوپ ده؛ د چوپتیا پر وړاندې اعتراض او ویښېدلو ته بلنه

    30 مې 2025

    له افغانستان څخه تر غزې پورې؛ د ظلم او جنایت پر وړاندې د عدالت چیغه

    30 مې 2025
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    نړۍ 1 جون 2025

    سعودي عربستان او قطر د سوریې د عامه سکتور کارکوونکو د درې مياشتو معاش ورکوي

    د سوریې د رسنیو د راپورونو له مخې، سعودي عربستان او قطر په یوه ګډ…

    مولوي اميرخان متقي او دیمیتري ژيرنوف د افغانستان او روسیې د اړيکو په نوي پړاو خبرې کړي

    1 جون 2025

    د القاعدې غورځنګ د پوځي څانګې ځواکونو په یو لړ بریدونو کې لسګونه بورکینیایي پوځیان وژلي

    1 جون 2025
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    سعودي عربستان او قطر د سوریې د عامه سکتور کارکوونکو د درې مياشتو معاش ورکوي

    1 جون 2025

    مولوي اميرخان متقي او دیمیتري ژيرنوف د افغانستان او روسیې د اړيکو په نوي پړاو خبرې کړي

    1 جون 2025

    د القاعدې غورځنګ د پوځي څانګې ځواکونو په یو لړ بریدونو کې لسګونه بورکینیایي پوځیان وژلي

    1 جون 2025
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20242،941 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20242،876 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20241،865 Views
    © 2025 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.