
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ادعا کړی، چې اوکراین کې د یخنۍ له امله یې د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین څخه د لنډمهالي اوربند غوښتنه کړې، چې په خبره یې پوتین دغه غوښتنه منلې ده.
ټرمپ ویلي: «موږ له ولسمشر پوتین وپوښتل، چې ایا امکان لري د یوې اوونۍ لپاره اوربند وشي.؟ هغه له دې غوښتنې سره موافقه وکړه، او موږ د دې پرېکړې له امله مننه کوو.»
د امریکا ولسمشر، ډونالد ټرمپ ویلي، چې له روسیې او اوکراین سره د سولې هوکړې ته د رسېدو لپاره هڅې روانې دي او په دې برخه کې د پام وړ پرمختګ شوی دی.
ټرمپ ویلي، ځانګړی استازی یې «ویټکاف» دا مهال په جدي توګه کار کوي، څو مسکو او کییف یوې هوکړې ته سره نږدې کړي.
هاخوا روسیې چارواکو د ټرمپ دې تازه ادعاوو ته کوم غبرګون نهدی ښودلی.

