
رويټرز راپور ورکړی، چې د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په يوه رسمي سفر بريتانيا ته تللی دی او هلته یې له بريتانوي چارواکو سره د دواړو هېوادونو ترمنځ د پانګونې او سوداګرۍ برخه کې ځينې مهم تړونونه لاسليک کړي دي.
ډونالډ ټرمپ بيا ځل ولسمشرۍ ته تر رسېدو راوروسته خپل لومړی رسمي سفر منځني ختیځ ته ترسره کړ او دا دی دوهم رسمي سفر یې بيا بريتانيا ته ترسره کړ.
د معلوماتو له مخې ټاکل شوې ډونالډ ټرمپ نن چهارشنبه د بريتانيا د پاچا چارلس له لوري يوې ځانګړې مېلمستيا ته دعوت شي او له هغې وروسته به د له نورو مهمو بريتانوي چارواکو سره هم وګوري.
بريتانيا ته د ټرمپ له سفر سره هممهاله لسګونه خلکو د ټرمپ ضد شعارونو په ورکولو سره لاریون کړی او د اوکراين او غزې جګړې د پای ته رسولو غوښتنه يې کړې ده.