
روېټرز خبري اژانس راپور ورکړی، چې د امریکا پنسلوانیا ایالت کې د چاودنې له امله دوه تنه وژل شوي او څو نور لادرکه شوي دي.
سرچینې زیاته کړې، چې چاودنه د دغه ایالت په «بریسټول» سیمه کې د زړو خلکو د ساتنې په یو مرکز کې د ګازو له امله رامنځته شوې.
ویل شوي، د چاودنې له امله د یاد مرکز یوه برخه ویجاړه شوې هم ده.

