
د امریکا کانګرس د یوه نوي پرېکړهلیک په تصویب سره ویلي، چې د دغه هېواد ولسمشر ډونالډ ټرمپ د کانګرس له اجازې پرته پر وینزویلا د برید امر نهشي کولای.
د راپورونو له مخې، یاد پرېکړهلیک د ۵۲ موافقو او ۴۷ مخالفو رایو په اکثریت سره منظور شوی.
ویل شوي د امریکا د حاکم ګوند یو شمېر استازو هم د ټرمپ پر ضد رایه کارولې ده.
ټرمپ پر دې پرېکړهلیک سخت غبرګون ښودلی او ویلي یې دي، هغه جمهوري غوښتونکي سناتوران چې د ده پر ضد یې رایه ورکړې، باید په راتلونکو ټاکنو کې بیا انتخاب نه شي.

