
د امریکا د فدرالي هوايي چلند ادارې ویلي، چې د «UPS» هوايي شرکت الوتکه د کینټاکي ایالت د لوېوېل ښار هوايي ډګر کې له الوتنې وروسته سقوط شوې ده.
د نړیوالو رسنیو د راپورونو له مخې په دې پېښه کې درې تنه مړه او ۱۱ نور ټپیان شوي دي.
ویل شوي، د یاد ښار بېړنۍ ادارې د الوتکې د لوېدو ځای ته رسېدلې دي.
د معلوماتو له مخې، لوېدلې الوتکه «MD-11» ډوله بار وړونکې الوتکه وه، چې د هاوايي ایالت هونولولو ښار ته روانه وه.

