یادؤنه: په هندوکشغږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکشغږ توافق ورسره شرط نه دی.
د لمر په شان روښانه ده، چې د اسلامي امارت او پرځېدلي جمهوريت پرتله کول د ځمکې او آسمان په اندازه توپير لري.
په جمهوریت کې به له هر چا سره د خپل مال، ځان اولاد او ژوند غم ؤ؛ هر يو به دا هڅه کوله چې چا ته خپل د اوسيدلو ځای ښکاره نه کړي؛ په دې سربېره پانګوالو نشو کولای چې پر خپل هيواد کې پانګونه وکړي.
د اسلامي امارت په راتګ سره هر څه سل او اتيا درجې توپير وکړ، خلکو يو ډول نوی ژوند پيل کړ، په نويو هيلو سره يې هر څه له اول څخه شروع کړل.
پانګوالو په افغانستان کې د پانګونې لپاره يوه ښه موقع پيدا کړه او اوس هر څوک ښه په سکون او آرامۍ سره ژوند کولی شي.
د لمر په شان روښانه ده، چې د اسلامي امارت او د پرځېدلي جمهوريت پرتله کول د ځمکې او آسمان په اندازه توپير لري.
پر هيواد کې چې امنيت شتون ونه لري هلته د انسان اوسېدنه بې معنی ده، ځکه د انسان ځان، مال، او عزت پر خطر کې وي.
دوه لسيزې زموږ هيواد سره له دې چې زیات نا امنه ؤ او ظلم پکې روان ؤ، خو بیا به هم حکومت دا شعار په لوړ کومي د مېډیا له لارې خپراوه چې موږ امنيت راولو او ستاسې لپاره د ژوند کولو زمينه برابروو او…
هيڅ يوه تجار او یا سرمایه دار دیته زړه نه شو ښه کولی چې په افغانستان کې خپلې پيسې په تجارت باندې بندې کړي او که به کوم تجار په افغانستان کې تجارت کولو په مختلفو نومونو به ور څخه پيسې اخيستل کيدلې.
په لار او کوڅو کې به د خلکو څخه غلاوې کيدلې، غل به سهار ونيول شو ماښام به بيرته خوشی شوی ؤ او په دا ډول قضيو کې به د دولت کارمندا هم را ښکېل وو؛ دا هر څه ددې لامل شول چې د افغانستان څخه افغانان بهر هيوادونو سفر وکړي او هلته د پرديو سره په ډير سخت شرايطو مزدوري وکړي.
د اسلامي امارت په راتګ هر څه يو سل او اتيا درجې توپير وکړو(°۱۸۰) افغانانو يو نوي ژوند باندې پيل وکړو او هغه د امن خوبونه چې دوی هر ځل ليدل هغه ټول يې پر خپلو سترګو په ويښه وليدل کومه بې امنيتي چې په هيواد کې موجوده وه له منځه ولاړه، هر تجار او سرمايه ګذار ته يوه ښه موقع په لاس ورغله چې په خپل هيواد کې په امن سره پرته د کوم قيد او شرط څخه سرمايه ګذاري وکړي.
هغه بدمعاشان چې پر لار او کوڅو کې به يې غلاوې کولې هغه ټول له منځه ولاړل، هر يو پر خپل جزا ورسېد، کوم افغانان چې بهر هيوادونو ته تللي وو بيرته په خوښۍ سره خپل هيواد ته راستانه شول؛ اسلامي امارت زيات شمير کارمندان پر مختلفو ادارو کې په هيواد کې د بې امنۍ په تور ونيول او ټول يې له دندو څخه ګوښه کړل.