Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»لیکني»د امن او ثبات اختر؛ د قربانیو ثمره او د سوکالۍ هیله
    لیکني

    د امن او ثبات اختر؛ د قربانیو ثمره او د سوکالۍ هیله

    عمران آغاعمران آغا9 جون 2025څرگندونې نشته2 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    په هېواد کې له لسیزو جګړو وروسته سرتاسري امن حاکم شوی دی، د تېرو څو اخترونو په څېر د اختر دا ورځې هم له کومې امنیتي پېښې پرته تیرې شوې. د خوښیو دا ورځې به د امریکایي یرغلګرو په شتون کې د بې ګناه ولسي وګړو په بمبارد، چاپه او وژنو تیریدلې، خو اوس پکې امن، ثبات او سوکالۍ وزرې غوړولي دي.

    امن اختر ثابته کړل، چې افغانان له پردیو جګړو ستړي شوي، له شریرو عناصرو، جګړه خوښو کړیو، مزدورو څهرو، نیابتي ډلو او هرې فتنې څخه بیزار دي، په څنګ کې یې نه دریږي، لپاره یې قربانۍ څه، چې همکارۍ ته یې لا هم تیار نه دي، دوی په واقعي توګه افغانستان ته ژمن او د افغانستان واقعي دښمنان پیژندلي او تفکیک یې کولی شي.

    د سرتاسري امنیت له برکته هر اختر هېوادوال د هېواد له شماله جنوب، له جنوبه، شمال او جنوب ختیځ، له ختیځه، لویدیځ او نورو سیمو ته سیاحتي سفرونه کوي او د هېواد ښکلاوې ننداره کوي.

    د امن او ثبات دوام په افغانستان کې د اقتصاد په شمول، د هېواد ټولې اړینې برخې په واقعي بڼه رغوي، استحکام ورکوي او د زیربنایي کارونو لپاره په تدریجي توګه لار هواروي. د امن او ثبات د دوام په برخه کې نه تنها سرپرست حکومت، بلکې ولس هم مسؤلیت لري او د دوام لپاره یې په دوامداره توګه ګډو همکاریو ته اړتیا لري.

    امن اختر وښودل چې په افغانستان کې د سرپرست حکومت د مخالفو ډلو د شتون او مزاحمت په اړه ادعاوې د تبلیغاتو په حد کې دي، تنها د ټولنیزو رسنیو پر مخ دي او هیڅ واقعیت نه لري؛ ولس هم د مخالفو ډلو اصلي ماهیت درک کړی او هیڅ راز باور نه پرې کوي.

    همدا شته سرتاسري امن د همدې افغان مؤمن او مجاهد ولس د بې شماره ستړیاوو، قربانیو او هڅو ثمره ده، همدا ولس به دا امن، سوکالي او ثبات ساتي، هیڅ مخالف فرد، کړۍ، ډلې یا جهت ته به اجازه ورنکړي چې اشوب رامنځ ته کړي او امن اخلال کړي؛ د دغه افرادو، کړیو او ډلو ټولې هڅې ناکامې شوې دي او هره شومه اراده یې په نطفه کې خنثی شوې ده.

    یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

    مخکینۍ مقالهپر غزې د بریدونو دوام؛ تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۴۷ فلسطینیان شهیدان شوي او نږدې ۴۰۰ ټپیان دي
    راتلونکي مقاله د پوهنې وزارت مرستيال د یوه پلاوي په مشرۍ تاتارستان ته په سفر ولاړ

    مربوطه لیکنې

    سوله که معامله؟ د سولې بورډ کې د پاکستان شوم نقش

    26 جنوري 2026

    د زرغون بهیر شاتګ؛ حاشیوي بحثونه او د بدلون هیلې

    25 جنوري 2026

    پوروړی پاکستان په کومه معامله د امریکا – اسرائيل په صف کې ودرېد؟

    24 جنوري 2026
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    افغانستان 28 جنوري 2026

    ننګرهار کې د نیالګیو کېنولو پسرلنی ملي کمپاین پیل شو

    ‏د ننګرهار مرستیال والي مولوي غلام الرحمن حیدري په لاس دې ولایت کې د کرنې…

    هند له عامې روغتیا وزارت سره د سرطان ضد درملو مرسته وکړه

    28 جنوري 2026

    د احصایې او معلوماتو ملي اداره: د برېښنایي پېژندپاڼو سېسټم عادي حالت ته راګرځېدلی

    28 جنوري 2026
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    ننګرهار کې د نیالګیو کېنولو پسرلنی ملي کمپاین پیل شو

    28 جنوري 2026

    هند له عامې روغتیا وزارت سره د سرطان ضد درملو مرسته وکړه

    28 جنوري 2026

    د احصایې او معلوماتو ملي اداره: د برېښنایي پېژندپاڼو سېسټم عادي حالت ته راګرځېدلی

    28 جنوري 2026
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،104 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20243،053 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20242،115 Views
    © 2026 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.