د اف چین شرکت مسوولینو خبر ورکړی، چې د امو دریا په نفتي حوزه کې یې د ۱۸ نویو استخراجي څاه ګانو د کیندلو چارې پیل کړې دي.
د ياد شرکت په خبره دغه نوې کېندونکې څاه ګانې د قشقري بلاک، د سرپل اق دریا او د جوزجان په زمردسای کې موقعیت لري.
د مسوولینو په خبره د کیندنې چارې به یې په ۲۰۲۵ زیږدیز کال کې پای ته ورسېږي او له دې سره به د نفتو په استخراج کې د پام وړ زیاتوالی راشي.