د کانونو او پټرولیم وزارت ویلي، چې د امو سیند د نفتو استخراج لپاره له چین څخه د اړتیا وړ ټوله ماشینري افغانستان ته را رسېدلې ده.
د دغه وزارت ویاند همایون افغان وايي چې، دمګړۍ په دغه سیمه کې د نفتي څاګانو د اکتشاف او له ځينو څاګانو د نفتو د استخراج بهیر دوام لري.
د نوموړي په خبره، افغانستان له دغې سیمې د استخراج شویو نفتو د پروسس وړتیا هم لري او د نفتو استخراج کې به د پام وړ زیاتوالی راشي.