انډپنډنټ برتانوي رسنۍ راپور ورکړی، چې د اندونیزیا بهرنیو چارو وزارت په یوه محرم او عاجل لیک کې خپل دفاع وزارت ته خبرداری ورکړی چې د امریکا هغې طرحې له لاسلیک کولو ډډه وکړي چې له مخې یې د امریکا پوځي الوتکو ته د انډونیزیا په فضا کې د بشپړې الوتنې اجازه ورکول کيږي.

د وزارت په وینا، دا کار اندونیزیا له چین سره په سمندري شخړو کې ښکېلوي او د هېواد ملي حاکمیت تر پوښتنې لاندې راولي.

امريکا د يوې طرحې په وړاندې کولو سره له اندونيزيا غوښتي، چې د فضا د کارولو اجازه ورکړي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version