د اوبو او انرژۍ چارسمبالي وزیر ملا عبدالطیف منصور بادغیس ته د خپل سفر پر مهال ویلي، چې اسلامي امارت د اوبو مدیریت ته پوره ژمن دی.
د اوبو او انرژۍ وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، په دغه سفر کې د اوبو او انرژۍ چارسمبالي وزیر له مرغاب سیند څخه د ليدنې او د دغه سیند د اوبو د مدیریت او د اوبو ذخیره کولو بندونو جوړولو د تخنیکي مطالعاتو، د برېښنا تولید او د اوبو لگولو کانالونو د سمون په برخه کې د همکاري د ژمنې ترڅنگ یې دغه ولایت کې یې د اوبیزو سرچینو د مدیریت او برېښنا د تولید په هکله خبرې، اترې وکړې.
د خبرپاڼې له مخې، نوموړي د مرغاب سیندیزې فرعي حوزې له مسوولینو سره د لیدنې ترڅنگ هغوی ته لارښوونه وکړه چې ورسپارل شوې دندې په بشپړه رښتینولۍ او پر وخت سره تر سره کړي.:«اسلامي امارت د ټولگټو خدمتونو د تر سره کولو په ځانگړې توگه د اوبو د مدیریت او د اوبیزو تاسیساتو د ساتنې په برخه کې ټینگ هوډ لري.»
د یو بل خبر له مخې، د انرژۍ معینیت په اوونیزه ناسته کې د هېواد د شته برېښنا سیستم د پراختیا او بدلون په هکله د رئيسانو او سلاکارانو د طرحو، پلانونو او اندونو، په غور ولایت کې د برېښنا رسونې په پروژه کې د پانگونې، د برېښنا د تولید او لېږد په برخه کې د خصوصي شرکتونو فعالیتونو، د بدخشان انرژي شرکت له لوري د بدخشان ولایت د برېښنا رسونې مطالعاتو د امکان سنجي او یو شمېر نورو تخنیکي او اداري موضوعاتو په هکله بحث شوی دی.