
د اوبو او انرژۍ وزیر، ملا عبدالطیف منصور کابل کې د ترکمنستان اوبو او برښنا وزیر اننه ګیلدي سپروف سره د دوه اړخیزو اړیکو په ځانګړي ډول کابل ته د زر مېګاواټه برښنا لېږد، ټاپ ۵۰۰ پروژې چارو د چټکتیا او د ټاپي سترې پروژې د پلي کولو په اړه خبرې کړې دي.
د اوبو او انرژۍ وزارت ویلي، ښاغلي منصور د یادو پروژو پر پلي کولو ټینګار کړی او دې برخه کې یې د اسلامي امارت د بشپړ چمتووالي او همکارۍ ډاډ ورکړی دی.
له بل لوري، د ترکمنستان اوبو او انرژۍ وزیر هم په خپل وار د ټاپ پروژې روانې چارې ښې بللي او دې برخه کې یې بشپړ چمتووالی ښودلی.