Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»منځنی ختیځ»د اوکرايين ولسمشر په روسيه کې د عملياتو پخلی کړی
    منځنی ختیځ

    د اوکرايين ولسمشر په روسيه کې د عملياتو پخلی کړی

    عمران آغاعمران آغا11 اگست 2024څرگندونې نشته3 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    د اوکرایین ولسمشر ولودمیر زیلېنسکي منلې چې پوځ يې د روسیې په لوېدیځ کورسک سیمه کې عمليات کوي او پر چپاو بوخت دی.

    ښاغلي زیلېنسکي د شنبې په ورځ په خپله ټلویزیوني وینا کې ويلي، د اوکرایین پوځ “د يرغلګرو خاورې ته” جګړه غځوي.

    نوموړي دغه څرګندونې پنځه ورځې وروسته له هغه کړې چې اوکرايين د روسيې دننه پوځي عمليات وکړل. د جګړې له وېرې دواړو غاړو ته لسګونه زره وګړي له سيمې ووتل.

    د يکشنبې په شپه د اوکرايين پلازمېنه کيېف او د سومي په سيمه کې د چاودنو راپورونه ورکړل شوي دي.

    د کيېف ښاروال ويتالي کلېتڅچکو وايي، د هوايي دفاع ټولي “عمليات” کوي او په ښار کې د هوايي بريدونو خبرتياوې ورکول کېږي. نوموړي پر ټيلېګرام ولسي وګړو ته خبرداری ورکړ چې په پټنځايونه کې پاتې شي.

    د اوکرايين هوايي ځواک ويلي، پلازمېنه کيېف، شاوخوا سيمې او ټول ختيځ اوکرايين تر هوايي خبرداري لاندې دی.

    د اوکرايين ولسمشر ولودمير زيلېنسکي د شنبې ورځې په وينا کې د اوکرايين له “جنګياليو” مننه وکړه او زياته يې کړه چې د دغه هېواد له جګپوړي پوځي قومندان اولکساندر سېرسکي سره يې په روسيه کې د پوځي عملياتو په اړه خبرې کړې دي.

    نوموړي زیاته کړه، “اوکرايين ثابت کړه چې په ريښتا کولی شي عدالت بېرته پلی او په يرغلګرو مناسب فشار واچوي.”

    راپورونه وايي، اوکراييني ځواکونه په داسې حال کې چې د روسيې د ننه لس کيلومتره ننوتلي هڅه کوي چې يو سيمه ييز ښار ونيسي. دا د ۲۰۲۲ کال د فبرورۍ مياشتې راهيسې چې کله روسيې برید کړی په دې هېواد کې د اوکرايين تر ټولو ډېر پرمختګ بلل کېږي.

    د سيمې چارسمبالی والي الېکسي سمېرنوف وايي، د يکشنبې سهار وختي په کورسک سيمه کې لږ تر لږه ۱۳ تنه ټپيان شوي چې د دوو حالت نازک دی.

    د روسيې د تاس خبري اژانس د راپور له مخې تر اوسه له ۷۶ زره ډېر وګړي له سرحدي سيمو ايستل شوي دي. ښاغلي سمېرنوف ويلي، چارواکو ته يې سپارښتنه کړې چې د ملکي وګړو د خونديتوب لپاره عمليات چټک کړي.

    روسيه وايي د سې شنبې په سهار تر زرو اوکراييني ځواکونه د ټانکونو او زغروالو ګاډو په ملاتړ د کورسک سيمې ته ننوتلل.

    د راپورونو له مخې اوکراينيانو يو شمېر کلي نيولي او د سودزا ښارګوټی يې هم له ګواښ سره مخ کړی دی.

    د تېرې جمعې په ورځ يوه ويډيو خپره شوه چې په کې اوکراييني سرتېري د ښارګوټي د نيولو او د روسيې د ګازو د تاسيساتو د نيولو ادعا کوي.
    له دغې ويډيو دا نه ثابتېږي چې اوکراييني ځواکونو بشپړ ښارګوټی نيولی دی.

    د روسيې پوځي بلاګرانو مخکې ادعا کړې وه چې دغه ښارګوټی د مسکو په لاس کې دی.

    له هغه راهيسې مسکو د کورسک سيمې ته د ټانکو او توغنديو په ګډون پوځي ځواکونه استولي دي.

    د شنبې په سهار د روسيې دفاع وزارت په خپل وروستي راپور کې ويلي چې سرتېري يې د اوکرايين د “يرغل هڅه شنډوي”.

    په داسې حال کې چې جګړه د کورسک اټومي بټي ته نژدې شوې د جمعې په ورځ، د ملګرو ملتونو اتومي ادارې له روسیې او اوکرایین دواړو وغوښتل چې “له اندازې زيات زغم وښيي”. دا په روسيه کې د دې ډول يو له لويو تاسيساتو څخه دی.

    مخکینۍ مقالهپه ټولنه کې د بغاوت منفي اغیزې او د دوی د لارویانو د ځپلو د دوام اړتیا
    راتلونکي مقاله شپږ افغانان د پاکستان له زندانونو خوشې شوي دي

    مربوطه لیکنې

    غزه کې پر نهارو فلسطینیانو د اسرائيلي رژیم برید؛ ۶۵ تنو ته مرګ‌ژوبله اوښتې

    1 جون 2025

    پر غزې د اسرائیلي رژیم د بریدونو دوام؛ تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۲۸۶ تنه فلسطینیان شهیدان او ټپیان شوي

    31 مې 2025

    ملګري ملتونه: غزه کې بشري وضعیت په تر ټولو بد وضعیت کې قرار لري

    31 مې 2025
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    سیمه 1 جون 2025

    بلوڅ بېلتون‌پالو په دوه جلا بریدونو کې پنځه پاکستاني پوځیان او استخباراتي کارکوونکي وژلي

    د بلوڅو بېلتونپالې ډلې (BLF) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، وسله‌والو یې د…

    پاکستاني طالبانو له ۲۰۱۳ کال راوروسته تېره مياشت تر ټولو ډېر بريدونه ترسره کړي

    1 جون 2025

    نایجریا کې د سختو سېلابونو له امله ۱۵۱ کسان وژل شوي

    1 جون 2025
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    بلوڅ بېلتون‌پالو په دوه جلا بریدونو کې پنځه پاکستاني پوځیان او استخباراتي کارکوونکي وژلي

    1 جون 2025

    پاکستاني طالبانو له ۲۰۱۳ کال راوروسته تېره مياشت تر ټولو ډېر بريدونه ترسره کړي

    1 جون 2025

    نایجریا کې د سختو سېلابونو له امله ۱۵۱ کسان وژل شوي

    1 جون 2025
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20242،941 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20242،876 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20241،865 Views
    © 2025 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.