د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي په بوداپست کې د اروپايي ټولنې په سر مشریزه کې د خپلې وینا پر مهال خبرداری ورکړی چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین ته تسلیمېدل به د اروپا لپاره ځان وژنه وي.
نوموړي د خپلو خبرو پردوام ټینګار کړی چې روسیې ته د خپلې خاورې د هیڅ یوې برخې تېریدل نه مني او که دا چاره وشي نو دا به اروپا ته هم ځان وژنه وي.
زیلینسکي دا څرګندونې داسې مهال کړي چې امریکا کې د ټرمپ له بریا وروسته داسې آوازې دي چې ګویا امریکا له روسیي سره د یوه جوړجاړي په ترڅ کې د اوکراین ځیني سیمي روسیې ته ورکوي او دا جګړه پای ته رسوي.