ایراني رسمي دولتي رسنيو راپور ورکړی، چې د دغه هېواد استخباراتي ادارو د اسرائیلو د اټومي پروګرامونو او تأسیساتو اړوند په لويه کچه حساس معلومات غلا کړي دي.

سرچينې وايي، د دغو اسنادو د ترلاسه کولو عملیات څه وخت مخکې ترسره شوي وو؛ خو د معلوماتو د حجم د زیاتوالي او د هغوی د خوندي انتقال د اړتیا له امله هغه وخت رسنيز نه شول.

د ايران د استخباراتي ادارو له منځه ځينو سرچينو ويلي، چې د ترلاسه شویو اسنادو اندازه ډېره زیاته ده او د بشپړې ارزونې لپاره، چې عکسونه او ویډیوګانې هم پکې شاملې دي، ډېر وخت ته اړتیا وه.

راپور د اسنادو د کره محتوا یا د هغوی د ترلاسه کولو څرنګوالي په اړه جزئیات نه دي وړاندې کړي.

ياده دې وي، چې اسرائيلو تر اوسه رسماً د يادې پېښې په اړه څه نه دي ويلي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version