د المیادین عربي رسنۍ د راپور پر بنسټ، په صهيونيستي اسرائيلو د ايران په بېګاني بريد کې د رامون، نواتيم او حتسارين په نوم د صهيونيستي رژيم درې لويې پوځي اډې چې د نظامي الوتکو او وسايطو د خونديتوب لپاره یې کارولې پراخ تلفات ور اوښتي، او په بشپړ ډول ویجاړې شوې دي.
د يادونې وړ ده چې په يادو پوځي اډو کې د صهيونيستي رژيم تر ۳۰ شاوخوا F35 جنګي الوتکې چې ميليونه ډالر قيمت لري هم له منځه تللې دي، او د سرچينو په وينا د يادو پوځي اډو له ډلې یې يوه هغه وه چې د حزب الله د مشر حسن نصرالله د وژلو لپاره ترې اسرائيلي الوتکه پورته شوې وه.
په ورته وخت کې د ايران ولسمشر، د پوځ لوی درستيز بهرنيو چارو وزير او نور لوړپوړو وېلي چې ياد بريد یې په خپله دفاع کې کړی، خو؛ که صهيونيستي اسرائيل کوم غبرګون وښيي دا ځل به د پرمختللو وسلو په مټ تر دې څو چنده خطرناک بريد وکړي.