د ايران دولتي ایرنا خبري اژانس راپور ورکړی چې د ایران د تایباد ښار د انقلاب عمومي څارنوال حجت صدیقي په شخصي موټرو کې د بې اسناده افغان کډوالو پر لېږدولو بنديز ولګاوه.
راپور وايي، هغه د دې بنديز له اعلان سره سم، خبرداری ورکړی چې که څوک له دې پرېکړې سرغړونه وکړي، له قانوني چلند سره به مخ شي.
د ياد اژانس راپور همدا راز زياتوي چې حجت صدیقي په ټینګار سره ويلي، هغو موټر چلوونکو ته به چې بې اسناده افغانان له یوې سیمې بلې ته لېږدوي قانوني سزا ورکړل شي او د ایران د ملي امنیت شورا له پریکړې سره سم، به يې موټر شپږ میاشتې توقیف شي. نوموړي زیاته کړې چې دا اقدام په بېلابېلو ښارونو کې د خلکو د غوښتنو پر بنسټ او د قضايي چارواکو په امر عملي شوی دی.
د يادونې وړ ده چې یو شمېر افغان کډوال وايي چې دغو بنديزونو د دوی لپاره ستونزې پیدا کړي او په وخت سره خپل کارونو ته رسېدل ورته ستونزمن شوي دي.