د ايران تسنيم خبري اژانس د سپاه پاسداران د عامه اړیکو څانګې له قوله خبر ورکړی، چې د ايران د انقلاب دې ځواک د خپل تاریخ تر ټولو سخت عملیات پیل کړل.
سپاه پاسداران ويلي دا عملیات به منځني ختیځ کې پر ټولو مېشتو امریکايي هډو ترسره شي.
ياده دې وي، چې دا عمليات د اسرائیل او امریکا په بريد کې د ايران د مذهبي مشر علي خامنه ای له په نښه کېدو وروسته ترسره کېږي.
