شېر کړئ Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان له الجزیرې ټلویزیون سره په خپله لومړۍ مرکه کې ویلي، چې د لويديځ په تېره امريکا او اسرائيل له لوري د ایران د اټومي پروګرام د پای ته رسولو خبره یو خیال او مهال دی. پزشکيان ويلي، هېواد یې د اسرائيل هر ډول پوځي اقدام پر وړاندې بشپړ چمتووالی لري او ځواکونه یې د اسرائيل ستراتیژیک اهداف بیا ځلې ویشتلی شي. نوموړي ټینګار کړی، چې ایران په مذاکراتو کې ګواښونه او د فشار پالیسۍ نه مني او هر ډول خبرې باید د متقابل درناوي له مخې وشي.هغه ویلي، چې تهران د اسرائیلو هر ډول اقدام سره د مقابلې لپاره چمتو دی او په وينا یې اسرائیل د ایران د بدلولو هڅه وکړه، خو ناکام شو.په ورته مهال د اسرائيلو دفاع وزير يسرائيل کاتز هم ويلي، چې له ايران سره د بيا جګړې احتمال شته دی.سياسي شنونکي بيا د ايراني او اسرائيلي چارواکو يو بل ته ګوتڅنډنې د دواړو لوریو ترمنځ د جګړې د بيا پیل د احتمال په معنا بولي.
پخوانی پاکستانی پوځي افسر، عادل راجا: پاکستاني رژیم افغانستان ته د استول شویو وسلو پر نیول کېدو، د شرم پر ځای پر معصومو افغانانو هوایي بریدونه وکړل22 فبروري 2026
د پاکستان د جمعیت علمای اسلام ګوند مشر مولانا فضل الرحمن: دلته بادشاهي او ديکتاتوري نظام واکمن دی، ټولې پرېکړې يواځې يو کس کوي او هېڅ روښانه پاليسي نه لرو12 فبروري 2026