د ټرانسپورټ او هوایي چلند وزارت د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره خبر ورکړی چې د کابل-کندهار پر لویه لاره د دوو خونړیو ټرافیکي پېښو له امله د دوو ټرانسپورټي شرکتونو فعالیتونه ځنډول شوي دي.
له ياد وزارت څخه په خبره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د ټرانسپورټ او هوایي چلند وزارت، د کورنیو چارو وزارت، او د ټرافیکو عمومي ریاست مسوولینو په دې اړه بېړنۍ غونډه کړې ده او د دوه مسافر وړونکو شرکتونو فعاليتونه یې ځنډولي دي.
بلخوا بيا د کورنيو چارو وزارت وزير خليفه سراج الدين حقاني د يادې پېښې په اړه تسليت وړاندې کړی او د غزني ولايت ټولو نظامي او ملکي مسؤلينو ته یې د پېښې د قربانیانو د تدفين، د ټپيانو د درملنې او کورنيو ته یې د رسېدنې لپاره جدي سپارښتنې کړې دي.
دا په داسې حال کې ده چې پرون شپه ناوخته د کابل-کندهار پر لویه لاره په دوو ټرافیکي پېښو کې ۵۲ کسان شهيدان او ۷۰ نور ټپیان شول.