Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»افغانستان»د اړيکو او سوداګرۍ نوی پړاو؛ افغانستان او ازبکستان پنځه ستر تړونونه لاسليک کړل
    افغانستان

    د اړيکو او سوداګرۍ نوی پړاو؛ افغانستان او ازبکستان پنځه ستر تړونونه لاسليک کړل

    صابر افغانصابر افغان17 اگست 2024څرگندونې نشته2 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    هېواد کې د اسلامي امارت له واک ته رسېدو وروسته، په لومړي ځل نن د ازبکستان هېواد لومړی وزير عبدالله عارف اُف افغانستان ته راغی، او نن یې د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند په شتون کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ او پانګونې پنځه ستر تړونونه لاسلیک کړل.

    د صنعت او سوداګرۍ وزارت په خپره شوې خبرپاڼه کې خبر ورکوي چې دغه تړونونه د افغانستان د سوداګرۍ وزارت او د ازبکستان د پانګونې، صنایعو او سوداګرۍ وزارتونو ترمنځ د سوداګرۍ او پانګونې په برخه کې چمتو شوي دي.

    په خبرپاڼه کې همدا رنګه راغلي چې په دې سربیره، د اسلامي امارت د کانونو، پټرولیم، کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ، او مالیې وزارتونو او د ازبکستان د اړوندو وزارتونو ترمنځ هم د اقتصادي اړیکو د پراختیا او پیاوړتیا لپاره هوکړه لیکونه لاسلیک شول.

    خبرپاڼه زياتوي چې په همدې مناسبت مراسمو کې د ازبکستان لومړي وزیر عبدالله عارف اُف په نړېوالو فورمونو کې د افغانستان د ملاتړ ټینګار کړی او وايي چې له افغانستان سره همکارۍ ته چمتو دی او په خبره یې، له اوسني حکومت سره له تعامل پرته لارې ناشونې دي.

    د اقتصاد پوهانو په وينا دغه تړونونه د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي همکارۍ نوي فرصتونه او پراخې لارې پرانیزي، چې د سیمه ییز اقتصادي پرمختګ او ثبات لپاره یوه مهمه لاسته راوړنه بلل کیږي.

    مخکینۍ مقالهد هېواد په نهو ولايتونو کې ۳۰ تنه د بېلا بېلو جرمونو په تړاو نيول شوي
    راتلونکي مقاله فارین پالیسي: امریکا ته تر ماتې وروسته، له افغانستانه تېښته ترهرڅه مهمه وه!

    مربوطه لیکنې

    ‏د تورغونډۍ بندر د احاطوي دېوال رغنیزې چارې پیل شوې

    15 مارچ 2026

    د افغانستان د صادراتي توکو ۸ محمولې نن ورځ ترکیې او له هغه ځایه نړۍ ته لېږدول کېږي

    15 مارچ 2026

    خوست کې پر فرضي کرښه افغان نښان‌ویشتونکو پنځه پاکستاني عسکر هلاک کړي

    14 مارچ 2026
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    سیمه 15 مارچ 2026

    بلوڅ ازادي غوښتونکو بلوچستان کې درې پاکستاني جاسوسان هلاک کړي

    د بلوچستان لېبرېشن فرنټ (بي اېل اېف) وسله‌والې ډلې په جلا جلا بریدونو کې د…

    د تېري په وړاندې د افغان حکومت د مخالفينو خيانت او بې‌ننګي

    15 مارچ 2026

    صهیونیستي رژیم د ایراني ډرونونو د مخنیوي برخه کې له اوکراین د مرستې غوښتنه کړې

    15 مارچ 2026
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    بلوڅ ازادي غوښتونکو بلوچستان کې درې پاکستاني جاسوسان هلاک کړي

    15 مارچ 2026

    د تېري په وړاندې د افغان حکومت د مخالفينو خيانت او بې‌ننګي

    15 مارچ 2026

    صهیونیستي رژیم د ایراني ډرونونو د مخنیوي برخه کې له اوکراین د مرستې غوښتنه کړې

    15 مارچ 2026
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،122 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20243،072 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20242،144 Views
    © 2026 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.