
تحلیل
مقدمه:
د پرځېدلي جمهوریت پر مهال د تخار ولایت امنیه قومندان او د مقاومت جبهې مهم ایران مېشتی مشر، جنرال اکرام الدین سریع، د جدي میاشتې پر درېیمه نېټه، د شپې پر نهو بجو، د تهران، پر ولیعصر سړک، له خپل کاري دفتر څخه د کور په طرف روان و، چې د نا معلومو وسلوالو له خوا، د هغه له یو تن همکار سره یو ځای په نښه او روغتون ته یې د انتقال پر مهال ساه ورکړه.
د سریع وژل کېدل د پام وړ موضوع ده، له همدې کبله یې د رسنیو، تحلیلګرانو او شناندانو پام جلب کړی، ځکه د دغه هدفي وژنې تر شا داسې مسایل شته چې لا ډېرې څېړنې، سپړنې او وضاحت ته اړتیا لري. دا وژنه ظاهراً د یو فرد له منځه وړل ښکاري، خو په اصل کې د داسې یوې کړۍ سازمانیافته جرم و، چې نه یې غوښتل سریع له دې نور مخکې لاړ شي او د دوی سیال شي.
د سریع پېژندنه:
اکرام الدین سریع، د کاپیسا ولایت، د کوهستان د حصه اول ولسوالۍ اصلي اوسېدونکی و، د پرځېدلي جمهوریت پر مهال یې په کابل کې نظامي زدهکړې پای ته رسولي، د کورنیو چارو وزارت اړوند یې یو شمېر دندې ترسره کړې دي؛ د کابل ولایت د ځینو امنیتي حوزو له آمریت وروسته یې لومړی د بغلان ولایت او بیا د تخار ولایت د امنیه قومندان په توګه دندې ترسره کړې.
د جمهوریت له پرځېدو سره یې ایران ته تېښته وکړه او هلته په تهران کې مېشت شو؛ په پنجشیر ولایت کې د مقاومت جبهې له ماتې وروسته، احمد مسعود او د هغه ډلې هڅه کول چې د سیمې په هېوادونو کې مېشت نظامیان جذب او د خپلو اهدافو لپاره وکاروي. سریع چې لا له وړاندې د دغه ډلې سره یو ځای شوی و، په تهران کې یې د مقاومت جبهې د اهدافو لپاره فعالیتونه کول؛ د یادونې وړ ده چې په دې وروستیو کې، د ایران حکومت د افغان حکومت د مخالفو ډلو فعالیتونه محدود کړي دي.
د سریع پټ فعالیتونه، غوښتنې او اندیښنې:
اکرام الدین سریع که څه هم د مقاومت جبهې یو مهم مشر بلل کېده او له دغه جبهې سره یې نږدې تړاو درلوده، خو د یاسین ضیاء په مشرۍ «آزادۍ جبهې» سره یې هم اړیکې ښې وې. سریع په دې وروستیو کې د «لوی شمالي» په نوم یوه شورا جوړه کړې وه، چې په وینا یې له دې لارې د افغان کډوالو، په ځانګړې توګه پخوانیو نظامیانو سره د اقامې او نورو اسنادو په برابرولو کې مرسته کول؛ سریع د دغه شورا له لارې په کافي اندازه نفوذ کړی و او د پخوانیو نظامیانو په منځ کې په یو بانفوذه قومندان پیژندل کېده.
خو هغه څه چې د پردې تر شا تېرېدل او واقعیتونو وو، بربنډ شوي او پټ پاتې نشول. دغه شورا د سریع په توسط، په ایران کې مېشتو پخوانیو نظامیانو سره اړیکې جوړولې، له هغوی سره یې د اقامې کارتونو او نورو اسنادو په برابرولو کې مرسته کول، دا یې د یو غیر قانوني عایداتي سرچینې په توګه استفاده کول او له لارې یې زیات شمېر پیسې ترلاسه کولې، همدا راز د هغه په اړه ویل کېده چې د پخوانیو نظامیانو له مجبوریتونو په استفاده یې، د دې شورا له لارې مقاومت جبهې او نورو مخالفو ډلو ته جلب او جذب کاوه.
دا دوو کارونو له مختلفو لوریو سره بېلابېلې اندیښنې پیدا کړې وې؛ مقاومت جبهې وېره لرل چې سریع په چټکۍ د پخوانیو نظامیانو په منځ کې نفوذ کوي او د دغه کار لپاره یې شورا رامنځته کړې ده، چې د دوی له نظره دا یوه جلا ډله وه؛ دې کار مقاومت جبهې ته د جلب او جذب پروسه له خنډ سره مخ کړې وه او نور یې په ایران کې مېشتو کډوالو سره اړیکه پرې کېده، همدا راز دغه جبهې درک کړې وه چې سریع په کافي اندازه نفوذ کړی دی.
دې مسئلې ته قومندان ملک تاتار هم په خپلو خبرو کې اشاره کړې وه، هغه ویلي چې هر څوک ډلې جوړوي؛ یعنې د ډلې جوړول یوه داسې نکته وه چې د نورو پام یې ځانته جلب کړی و او د مخالفت رامنځته کېدو لامل ګرځېدلی و، ځکه جلا ډله د سریع د نفوذ لامل و. نوموړي قومندان همدا راز سریع ته اخطار ورکړی و چې د هغه سره، له پخوانیو نظامیانو څخه د غلاوو او نورو معلوماتو په اړه هم حسابي لري.
سریع د خپلې شورا له لارې، د پخوانیو نظامیانو په منځ کې په کافي اندازه شهرت موندلی و، دا شهرت که ګټې ورته لرلې، زیانونه یې هم له ځان سره درلوده. په دې وروستیو کې پاکستاني استخبارات(آیایسآی) د یوې اوپراتیفي پروژې له مخې د جنرال جرئت، جنرال عبدالمتین حسینخیل او یو شمېر نورو پخوانیو نظامیانو له لارې، په نورو هېوادونو کې مېشت د پرځېدلي جمهوریت نظامیان پاکستان ته دعوتوي، تر څو د آیایسآی د ګټو لپاره وجنګېږي.
د پاکستان استخبارات د دغه اوپراتیفي پروژې له لارې غواړي پخواني نظامي افسران او جنرالان منسجم او په مختلفو مجالونو کې ترې استفاده وکړي، مثلاً د افغانستان امنیت پرې وګواښي، له نورو هېوادونو سره د افغانستان پر پولو پلان شوي نښتې رامنځته کړي، ترڅو له ګاونډیو هېوادونو سره د افغانستان اړیکې خرابې شي او ورته نور استخباراتي فعالیتونه پرې ترسره کړي. سریع چې د نظامیانو په منځ کې بانفوذه جنرال و، آیایسآی پاکستان ته دعوت کړی و، خو هغه دا دعوت ونه مانه او نور افسران یې هم ترې منعه کول؛ دویم وړاندیز ورته دا و چې د افغانستان او ایران ترمنځ شته ښې اړیکې، په ایران کې د افغانستان پر استازولیو په بریدونو زیانمنې کړي او په ضمن کې پاکستان هم خپل انتقام واخلي؛ خو سریع چې دا وړاندیزونه نه وو منلي، له همدې امله آیایسآی له نورو ډلو سره یو ځای د هغه د وژلو پلان جوړ کړ.
سریع چې له آزادۍ جبهې سره یې هم اړیکې ښې وې، یاسین ضیاء ته یې د همکارۍ لاس ورکړی و، خو یاسین ضیاء د سریع له ملګرو سر ټکاوه، ځکه د هغه په وینا چې خاینین دي؛ ضیاء چې له احمد مسعود سره په جدي رقابتونو کې راګیر دی، غواړي په سیاسي ډګر کې له دغه ډلې مخته وي، خو سریع بیا ډېر کار مقاومت جبهې ته کاوه او په څنګ کې یې د شخصي نفوذ هڅو دوام درلوده، چې د یاسین ضیاء د وېرې لامل ګرځېدلی و؛ هغه وېره لرل چې مقاومت جبهه نور نفود ونکړي او دوی په خپل منځي رقابت کې مات نشي.
سریع په خپلو فعالیتونو او تېز پرمختګ سره د ګڼ شمېر جنګسالارانو اندېښنه هم پارولې وه او هغه یې د خپلې راتلونکې او پخوانیو نظامیانو کې د شته نفوذ په وړاندې د خطر په توګه احساساوه. د مقاومت جبهې یو غړي جنرال شیرزاد اعتراف کړی چې په ایران کې د سریع وژنه د مقاومت جبهې دننه او له ځینو نورو مخالفو ډلو سره د اختلافاتو له کبله شوې ده، هغه په خپلو خبرو کې د اسماعیل خان، عطا محمد نور او شمال کوهدامن ټولنې(چې د کورنیو جګړو پر مهال مسعود، دوستم، محقق او ځینې نورې قومي ډلې پکې راټولې وې) ترمنځ د سریع په اړه د اندیښنې خبر هم ورکړی. د یادو ډلو په منځ کې د سریع پر سر تنشونه رامنځته شوي وو، ځکه د نوموړي اړیکې پراخېدې او محبوبیت یې ډېرېده، چې دې کار د یادو ډلو نفوذ ته په لوړه کچه زیان رساوه.
بل خوا بیا پخواني نظامیان وايي، سریع د پرځېدلي جمهوریت نظامیانو ته اقامه کارټونه جوړول؛ دغه نظامیان چې د مقاومت جبهې په شمول د ځینو نورو ډلو غړي هم دي، ادعا لري چې سریع له دې لارې شهرتونه ټولول او د افغانستان امنیتي ارګانونو ته یې لېږل. د مقاومت جبهې یو قومندان اغا رحیم قاطع چې د سریع پر جنرالۍ یې توندي نیوکې کولې، ویلي چې سریع خپله جنرالي د خلکو له جېبونو څخه په غلا او شکوونو ترلاسه کړې ده، هغه له پخوانیو نظامیانو پیسې اخیستې، خیانت یې ورسره کاوه او له دې لارې یې شخصي ګټې تأمینولې.
د سریع ترور:
د جنرال اکرامالدین سریع د وژل کېدو تر شا ډېر لاسونه شته، آیایسآی، مقاومت جبهه، آزادۍ جبهه، پخواني جنګسالاران او نظامیان؛ هغه سازمانونه، کړۍ او ډلې چې سریع یې مخربانه وړاندیزونه نه وو منلي، د سریع له فعالیتونو اندیښنې ورته پیدا شوې وې، خطر یې احساساوه، یا یې مستقیم زیان ترې لیدلی و؛ دا مهال د افغان حکومت د مخالفو ډلو او آیایسآی ترمنځ نږدې اړیکې رامنځته شوې دي، دوی د پاکستاني استخباراتو په همغږۍ اکرام الدین سریع په پلان شوي ډول له منځه وړی او د دې لپاره چې ځان بېګناه وښيي، د سریع وژنه یې پر افغان حکومت وتپل. تر دې مهاله چې کوم شواهد ترلاسه شوي، همدا اټکل منعکسوي.
که له نورو زاویو د سریع د ترور اړخونه وسپړو، نو وبه وایو چې د سریع وژل کېدل د افغان حکومت د مخالفو جریانونو د داخلي ناسم وضعیت او آیایسآی سره د ژورو او پټو اړیکو انځور وړاندې کوي. دا پېښه یوازې د یو قومندان له منځه وړل نه دي، بلکې یو خوا د هغو جوړښتي ستونزو انعکاس دی چې له کلونو راهیسې د دې جریانونو په دننه کې راټولې شوې دې او بل خوا له پاکستاني استخباراتو سره د نږدې همکارۍ د شتون څرګند ثبوت دی. د سریع وژنې همدا راز وښوده چې سیاسي جریانونه د سیاسي بدیل دعوه کوي، خو دننه یې اختلافات تر فزیکي حذف پورې رسېږي، نو دا هر څه یو تصادف نه، بلکې یو پلان شوې پېښه ګڼلی شو.
په مقاومت جبهه کې دننه، ستونزه تر ډېره د دې ده چې دا جبهه د سیاسي سازمان پر ځای د اشخاصو پر محور را څرخي. هر قومندان، هر پخوانی چارواکی او هره بانفوذه څېره هڅه کوي خپل مستقل دریځ وساتي. په داسې فضا کې، د یوه شخص نفوذ یا محبوبیت د نورو لپاره خطر تحلیل کېږي؛ جنرال سریع هم په همدې حساسه معادله کې راګیر شوی و.
هغه تورونه چې د ځینو پخوانیو نظامیانو له خوا، د سریع پر جنرالۍ، غلاوو او له پخوانیو نظامیانو سره پر اړیکو لګېدلي دي، که یې په اړه هر څومره اختلاف هم وي، خو یو واقعیت روښانه کوي، دا چې مقاومت جبهه د فردي نفوذ د مخنیوي لپاره، د جبهې په هر غړي تورونه پوري کولی شي، بدنامۍ ته یې لار خلاصوي، له استخباراتي سازمانونو سره یې په له منځه وړلو کې همغږي کوي او په اخر کې یې له منځه وړي؛ همدا د دغه جبهې د زوال څرګند پیل دی.
باورونه لا زیانمن شوي:
د سریع له وژنې وروسته د مخالفو جریانونو په منځ کې د بېباوري لوی څرک ولګېده؛ د یاسین ضیاء هغه وروستی غږیز پیغام چې هندوکشغږ خپور کړی، ښيي چې د مخالفو جریانونو او پخوانیو نظامیانو ترمنځ بېباوري څومره کچې ته رسېدلې ده!؟ د بېباورۍ وروستی حد همدا وي چې حتی په خصوصي غږیزو پیغامونو او اړیکو کې پېچلي شفرونه وکارول شي.
یاسین ضیاء په خپل غږیز پیغام کې ویلي، چې د دوی په لوړه کچه همکاران او ملګري هم خاینین خېږي؛ د شنونکو په آند دلته د سریع ملګرو ته اشاره ده، هغه ملګري چې د نظامیانو په نوم ثبت شوي او د اقامې کارتونه ورته جوړېږي. په دې ځای کې نه یوازې ضیاء، بلکې هر مخالف جریان له پخوانیو نظامیانو سره اړیکې د دې جبهاتو لپاره هم فرصت او هم ګواښ محسوسوي. فرصت ځکه چې دا قشر تجربه لري او ګواښ ځکه چې همدا قشر د بېباورۍ سرچینه هم ګرځېدلې ده.
د یاسین ضیاء شفري غږیز پیغام د بېباورۍ اعتراف دی، دا اعتراف ثابتوي چې ستونزه یوازې د منځنۍ کچې قومندانانو ترمنځ نه ده، بلکې د رهبرۍ تر کچې رسېدلې ده. کله چې مشران پر خپلو نږدې کسانو هم شکمن وي، نو دا ډول جریان نور د بدلون وسیله نه شي پاتې کېدای. په اړیکو کې د شفرونو کارول او د داخلي خبرو پټول دا څرګندوي چې سیاسي جریانونه، د بسیج پر ځای د ځانساتنې حالت ته تللي دي. دا حالت عموماً هغه وخت رامنځته کېږي چې یو جریان نور خپل تر ټولو لوی خطر له دننه احساس کړي.
د سریع اشتباهات:
انسان په ژوند کې ځینې داسې اشتباهات کوي، چې د هغې جبران هم اسانه نه وي، اوږد مهاله او سخت کار ته اړتیا لري، څو له پېښېدونکو احتمالي خطراتو څخه یې ځان وساتي. سریع یوه قومي او سمتي شورا جوړه کړې وه، له لارې یې تعصبي مسایل هم تعقیبول او د خپل نفوذ لپاره یې ترې اعظمي استفاده کول؛ له دغه اشتباه څخه د لاس اخیستو پر ځای یې دې کار ته دوام ورکړ او تکرار یې کړل، چې په اخر کې یې پایله انزوا او بیا د سریع فزیکي حذف شو.
سریع د خپلو نږدې کړیو، ملګرو او سیاسي شریکانو ترمنځ د اعتماد پر ځای د شخصي نفوذ پر پراخولو تمرکز وکړ. په داسې سیاسي فضا کې چې تشکیلات کمزوري، اصول مبهم او وفادارۍ مشروطې وي، هر اضافي قدرت جنګسالارانو ته د امنیت پر ځای خطر زېږوي. سریع، که واقعاً د اړیکو په پراخولو، د پخوانیو نظامیانو په راجلبولو او د خپل محبوبیت په زیاتولو بوخت وای، نو باید په دې هم پوه شوی وای چې دا ډول ګامونه په ګډ سیاسي چوکاټ کې د اجماع له جوړولو پرته، نور د ګواښ په توګه پېژندل کېږي.
د اکرام الدین سریع یوه بله اشتباه دا هم وه چې د اختلافاتو د حل لپاره یې کار ونه کړ، بلکې اختلافات یې هماغسې پرېښودل، تر څو د عُقدو، شکونو او بالاخره د حذف تر مرحلې ورسېږي. تاریخ تل دا ثابته کړې چې په بېثباته سیاسي چاپيریال کې یوازې ښه نیت بسنه نه کوي، بلکې احتیاط، محاسبه او د خپل چاپيریال دقیق درک هم حیاتي ارزښت لري.
د سریع قضیه د مخالفو جریانونو نورو غړو ته هم دا درس ورکوي چې هر هغه څوک، چې سیاست د شخصي شبکو، پټو معاملو او بېمحاسبې نفوذ لپاره پر مخ وړي، ښايي په لنډ مهال کې بریالی شي، خو په اوږد مهال کې د همدې تګلارې قرباني کېږي. انسانان خطا کېږي، خو هوښیار هغه دی چې د نورو له خطاوو مخکې زده کړه وکړي، ځکه سیاسي وضعیت د تېروتنو د تکرار پر وړاندې ډېر بېرحمه دی.
د سریع ترور څه روښانه کړل؟
د اکرام الدین سریع ترور روښانه کړل، چې د پاکستان استخباراتي سازمان(آیایسآی) د سیمې د امنیت ګواښلو لپاره، له هیڅ راز ناوړه فعالیتونو او اوپراتیفي پروژو څخه نه تېرېږي؛ پاکستان د افغانستان ټولې مخالفې ډلې د ځان په ګټه استفاده کوي، که څه هم مشران یې په نورو هېوادونو کې مېشت وي. د مخالفو ډلو هر هغه مشر چې له دغه سازمان(آیایسآی) سره په همغږۍ فعالیتونه ونکړي، د سریع برخلیک به یې په برخه وي.
د سریع وژنې وښوده، چې د پخوانیو جنګسالارانو او تورو څېرو ترمنځ د نفوذ پر سر تنشونه دا ښيي چې سیاسي میدان لا هم د زړو شبکو تر اغېز لاندې دی. هر نوی کس چې د نفوذ نښې ښکاره کړي، د ملګري نه، بلکې د سیال په سترګه ورته کتل کېږي او په اخر کې د پردیو استخباراتو لپاره وژل کېږي.
مقاومت جبهه د اطلاعاتي جګړې او اختلافاتو په ډګر بدله شوې ده؛ دا جبهه نور بدیل نشي جوړېدای، ځکه حتی نشي کولای د سیاسي جریانونو د رقابتونو له امله د خپلو غړو خوندیتوب تضمین کړي. د سریع وژنې پر دغه ډله خورا ډېر شکونه پیدا کړي دي، په دغسې فضا کې حقیقت ارزښت له لاسه ورکوي او شک د تصمیم بنسټ ګرځي.
د افغان حکومت مخالفې ډلې تر بهرني فشار ډېر، د خپلو داخلي اختلافاتو له امله زیانمنې شوې دي؛ د دوی ترمنځ اختلافات خپل اوج ته رسېدلي دي، تر دې چې د رهبري په کچه غړي تر فزیکي حذف پورې رسوي. هر هغه څوک چې ځان د جنګسالارانو په منځ کې ځواکمن څرګندوي، د نورو له خوا د ګواښ په سترګه ورته کتل کېږي او سریع هم له همدې قاعدې مستثنی نه و.
د یاسین ضیاء شفري څرګندونو دا حقیقت لا پسې بربنډ کړ چې بېباوري یوازې د ټیټې کچې ستونزه نه ده، بلکې تر رهبرۍ رسېدلې ده. کله چې رهبران پر خپلو نږدې ملګرو شکمن شي، نو دا د تشکیلاتي زوال نښه بلل کېږي، ځکه دوی یوازې په خپل منځ کې د خوندیتوب په لارو چارو بوخت شي.
د جنرال شیرزاد اعتراف د دې پېښې اهمیت لا زیات کړی، ځکه دا لومړی ځل دی چې د مقاومت له دننه څخه د هدفي وژنې مسؤلیت غیر مستقیم منل کېږي. دا اعتراف د جبهې دننه له یو مهم راز پرده پورته کړه او د ډلې دننه د نورو مخکنیو هدفي وژنو، افرادو د منزوي کولو او افشا کولو لاملونه یې هم څرګند کړل.
د سریع په موضوع کې د اسماعیل خان، عطا محمد نور او نورو پخوانیو زورواکانو مداخلې څرګنده کړه چې سیاسي میدان لا هم د زړو څېرو تر انحصار لاندې دی او هر نوې څېره که محبوبیت پیدا کړي، نو د دوی په منځ کې د ګواښ په توګه ارزول کېږي، ځکه محبوبیت د خپلواکې اجنډا د جوړېدو احتمال زیاتوي.
په تېرو کلونو کې مقاومت جبهه او ورته نورې ډلې د خپل مخالف لوري پر وړاندې د واحد دریځ په جوړولو کې پاتې راغلې دي. پر ځای یې، د قدرت، نفوذ، بهرنیو اړیکو او مالي سرچینو پر سر داخلي سیالیو زور اخیستی دی. داخلي اختلافات د بهرني فشار په پرتله ډېر ژر سیستم ړنګوي او ډلې د پاشلتیا تر حده رسوي. د سریع د وژنې سازمان شوی برید ښيي چې د مقاومت تر نامه لاندې، دا ډله یو واحد سیاسي کار مخته نه وړي، بلکې څو موازي اجنډاوې تعقیبوي.
په ټوله کې، د اکرامالدین سریع قضیه د افغانستان د مخالفو سیاسي او نظامي جریانونو لپاره د خطر یو جدي زنګ دی. تر هغه چې دا ډلې خپلې داخلي شخړې حل نه کړي، د آیایسآی له نفوذ او استخباراتي پروژو ځان لیرې نکړي، مخالفې ډلې پر یو بل باور جوړ نه کړي او د شخصي ګټو پر ځای یوه سیاسي هدف ته لومړیتوب ورنه کړي، نه یوازې به د بدلون توان ونه لري، بلکې یو په بل پسې به د همدې ډول هدفي بریدونو قرباني کېږي.
یادؤنه: په هندوکشغږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکشغږ توافق ورسره شرط نه دی.

