Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»لیکني»د ایران اسرائیل تقابل! ایا دغه څه د فلسطیني ملت درد دوا کولی شي؟
    لیکني

    د ایران اسرائیل تقابل! ایا دغه څه د فلسطیني ملت درد دوا کولی شي؟

    صابر افغانصابر افغان23 اپریل 2024څرگندونې نشته5 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    لیکوال: عادل افغان

    د ایران او اسرائیل ترمنځ ظاهراً دښمني او یو او بل ته اخطارونه ورکول اوږده مخینه لري او ريښه یې په منځني ختیځ کې د برېټانوي ښکېلاک له خوا په فلسطین کې په زور سره د اسرائیل یهودي دولت جوړېدو ته ورګرځي.

    د ایران او اسرائیل اړیکې د تاریخ په اوږدو کې له لوړو او ژورو ډکې وې. په ایران کې واک ته د اوسني اسلامي انقلاب د زمامدارانو له رسېدو وړاندې دا اړیکې ښې وې او ان په ډېرو برخو کې یې له یو او بل سره همکارۍ درلودې، خو دا اړیکې په ایران کې د اسلامي انقلاب له واک ته رسېدو سره سم پیکه شوې او هغه پخوانۍ د دوستۍ نرمه ژبه د تل لپاره په سخته او له اخطارونو او ګواښونو ډکې ژبې بدله شوه.

    د ایران اسلامي انقلاب د یهودي دولت له جوړېدو او بیا د دغه دولت د پولو له پراخېدو سره خپل مخالفت څرګند کړی، د ملګرو ملتونو د عمومي ناستو په ګډون یې په نړیوالو ستېجونو هر ځای د یهودي دولت پر وړاندې پر خپل مخالف دریځ ټینګار کړی. خو پوښتنه دا ده، چې ایا دا هرڅه رښتیا هم له اسرائیل سره د واقعي دښمنۍ په مانا دي؟ ایا دغه څه به اسرائیل له بشریت ضد جنایتونو راوګرځوي؟ ایا ایران په دې وروستیو کې اسرائیل ته درس ورکوونکی ځواب ویلی شوای؟ دا خبره د لمر په څېر روښانه ده چې اسرائیل په منځني ختیځ کې د امریکا سیوری او د ټول منځني ختیځ او دغه راز اسلامي نړۍ لپاره سرطاني دانه ده.

    اسرائیل د امریکا او غرب له مستقیم ملاتړه برخمن دی، وسلې، پیسې، الوتکې، توپونه، ټانګونه، عصري ټکنالوژي او هر ډول امکانات ورته غرب برابر کړي او برابروي، په نړیوالو سټېجونو او محاکمو کې ترې دفاع کوي او د هر ډول جنایت لپاره یې توجیه لټوي، ان په ځينو وختونو او سختو شرایطو کې د امریکا، برېټانیا، جرمني، فرانسې، ایټالیا او نورو غربي هېوادونو استخبارتي او ځانګړي ځواکونه د اسرائیلو له عسکرو سره اوږه په اوږه په جګړو کې برخه اخلي.

    په ورته مهال اسرائیل د عرب لاسپوڅو نظامونو له مرستو، تېلو، انرژۍ، اوبو، پټو او ښکاره اړیکو او هر ډول امتیاز څخه هم برخمن دی، نو ځکه په دومره جرئت سره یې په فلسطین کې د مظلمونو مسلمانو عام وژنه روانه ساتلې ده.

    پر اسرائیل د حماس برید د هغو جنایتونو او ظلمونو غبرګون و، چې دا څو لسیزې یې یهودي دولت د فلسطین پر بې دفاع او مظلوم ملت کوي.

    اسرائیل له نږدې پنځوسو کلونو راهیسې هره ورځ د فلسطین ماشومان، مېرمنې، بوډاګان او بې ګناه انسانان شهیدانوي، خاوره یې اشغالوي او یهودي مېشت ځایونه پکې جوړوي، خو په مقابل کې یې عرب مزدور او خائن مشران په خپلو بنګلو کې له اروپا څخه له راغلو فاحشو نجونو سره خپلې نشې او تماشې کوي، هره ورځ نوې شراب خونې پرانیزي او مزو او چړچړو یې دومره سترګې ړندې کړي، غوږونه کاڼه کړي، حواس یې فلج کړي چې په خپل څنګ کې هره ورځ د بمونو او باروتو په اور کبابېدونکو فلسطیني مسلمانانو غږ نه اوري.

    په تېرو شپږو میاشتو کې اسرائیلي جنایتکارو عسکرو نږدې ۳۵زره فلسطینان شهیدان کړي، تر ۵۰ زرو ډېر یې ټپیان کړي او په میلیونونو نور یې بې کوره کړي، دې هرڅه نه د عرب ظالمو مشرانو وجدان ويښ کړ، نه یې د ترکانو، ایران چې څه روان کړي، هغه هم تر ډېره نمایشي دي، لاپې دي چې د فلسطین د مظلوم ملت هرڅ درد نه شي دوا کولی. له شک پرته چې ایران په اسلامي هېوادونو کې پیاوړی پوځ او پرمختللې وسلې او امکانات لري، خو له اسرائیل سره یې وروستۍ تورې سپینې او لوړې ژورې خبرې هسې د موږک او پیشو کیسه ده.

    د فلسطیني ملت درد یوازې تر فلسطینه محدود نه دی، فلسطیني ملت د ټولو مسلمانانو د لومړي مقدس ځای او قبلې ( بیت المقدس) د دفاع لپاره ولاړ دي او د خپل ځان وینې ورته نذرانه کوي، د دوی په مقابل کې نه یوازې په پرمختللو وسلو او معاصرۍ ټکنالوژۍ سمبال یهودي پوځ ولاړ دی، بلکې دوی له ټول غرب، امریکا، اروپا او ناټو سره ډغرې وهي، هماغه ډول لکه په افغانستان کې چې طالب شازلمي یې په مقابل کې ودرېدل.

    د فلسطین د مظلمونو مسلمانانو او مقدسې خاورې دفاع پر هر مسلمان لازمه ده، په ځانګړې توګه هغه اسلامي حکومتونه چې پیاوړی پوځ او امکانات لري، دا که ترکیه ده، که سعودي دی، که مصر دی، که ایران دی او یا هم نور، خو اصلي خبره دا ده چې دغه هېوادونه لا هم د غرب او امریکا په خدمت کې دي، امریکا او غرب ته یې هرڅه ورپرېښي، په خپلو هېوادونو کې یې پوځي اډې ورکړي او له ټولو امکاناتو یې امریکا په خلاص لاس او ډاډه زړه استفاده کوي.

    د فلسطیني ملت او په ټوله کې د اسلامي امت درد هغه مهال دوا کېږي چې د اسلامي امارت او د افغانستان د ولس په څېر لومړی د خپلو اوسنیو غلامو حکومتونو په مقابل کې راودېږي، خپل ځانونه د امریکا او غرب له غلامۍ راخلاص کړي، امریکايي اډې له خپلو هېوادونو وباسي او پر خپلو امکاناتو خپله ولکه ټينګه کړي، بیا به خدای تعالی هم دوی ته عزت ورکوي، هم به یې خاورې ازادېږي، هم به خپل امکانات په خپل اختیار کې اخلي، هم به دین او اسلامي شریعت تطبیق کولی شي او هم به بیا د اسرائیل په څېر د امریکايي او انګرېزي پروژو مخه نیسي.

    هم به د خپل مسلمان ورور دفاع کولی شي. همدا یوازینۍ لاره ده، همدا یوازینۍ لاره ده، چې له اسراییل څخه خپلې مقدسې خاورې بېرته راخپلې کړو، د غرب پروژې ناکامې کړو او خپل برم او عزت ترلاسه کړو. بیا به نه یهودي او نه هم نصراني په دومره ډاډه زړه زموږ مسلمان وروڼه، خویندې په ډاډه زړه سره په ډله‌ییزه توګه شهیدانولی شي.

    بیا به د هر انسان څه چې د ونې او بوټي حساب هم ورسره کېږي.

    مخکینۍ مقالهد ترکیې ولسمشر له ۱۳ کلونو وروسته عراق ته سفر کوي
    راتلونکي مقاله په تېر یو نیم کال کې په ټول هېواد کې ۲.۵ مېلیونه جریبه دولتي ځمکه استرداد شوې

    مربوطه لیکنې

    اسلامي مقدسات؛ د امت د غیرت سرې کرښې

    7 مې 2025

    د ديني شعائرو او مقدساتو سپکاوی؛ د زور ازمايۍ د جګړو قربانيان

    7 مې 2025

    د سپېڅلتیا مورچلونه؛ د دیني مراکزو، مساجدو او مقدساتو حرمت

    7 مې 2025
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    تورې څېرې 9 مې 2025

    په مقاومت جبهه کې خپل منځي اختلاف، هدفي وژنې او د تېر تاریخ انځور

    مقاومت جبهه د تېر په څېر دا ځل هم د نابودۍ په لور روانه ده،…

    پروان کې یو ماشوم د انسان تښتوونکو له منګولو ژغورل شوی

    8 مې 2025

    د سویس جنجالي طرحه؛ د سرپرست حکومت د مخالفینو په لیکو کې نوی درز!

    8 مې 2025
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    په مقاومت جبهه کې خپل منځي اختلاف، هدفي وژنې او د تېر تاریخ انځور

    9 مې 2025

    پروان کې یو ماشوم د انسان تښتوونکو له منګولو ژغورل شوی

    8 مې 2025

    د سویس جنجالي طرحه؛ د سرپرست حکومت د مخالفینو په لیکو کې نوی درز!

    8 مې 2025
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20242،928 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20242،860 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20241،845 Views
    © 2025 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.