د اسرائیلو د دفاع وزیر یواف ګالانت ایران ته خبرداری ورکړی چې، که دغه هېواد وغواړي اسرائیل ته زیان ورسوي، د غزې او بیروت په شان له برخلیک سره به مخامخ شي.
له بلې خوا، د سپاه پاسداران د سمندري ځواکونو قوماندان وویل، “موږ له دښمن سره د جګړې سناریو طرحه کړې ده.