راپورونه وایي، ټاکل شوې د ایران بهرنیو چارو وزیر، سید عباس عراقچي روانه اوونۍ د بریکس د بهرنیو چارو وزیرانو په غونډه کې د ګډون لپاره نوي ډیلي ته سفر وکړي.

د سي‌این‌این د راپور له مخې، دا سفر داسې مهال ترسره کېږي چې سیمه کې وروستي بدلونونه د بریکس غړو هېوادونو ترمنځ د سلا مشورو له مهمو موضوعاتو ګرځېدلې دي.

ویل شوي، د هند په کوربه‌توب د بریکس بهرنیو چارو وزیرانو غونډه کې به د سیمه‌ییزو بدلونونو، اقتصادي همکارۍ او نړیوال امنیت په تړاو خبرې وشي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version