Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»لیکني»د ایران دښمنان د مقاومت تر نامه لاندې؛ وخت یې نه دی چې تهران تګلاره بدله کړي!؟
    لیکني

    د ایران دښمنان د مقاومت تر نامه لاندې؛ وخت یې نه دی چې تهران تګلاره بدله کړي!؟

    عمران آغاعمران آغا16 جون 2025څرگندونې نشته3 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    د مقاومت تر نامه لاندې مخالف جبهات د چا په ګټه کار کوي!؟ په تېرو کلونو کې ایران هڅه کړې چې له خپل اېډیالوژیک لیدلوري سره سم، د مقاومت تر نامه لاندې ډلو ملاتړ ته دوام ورکړيؤ خو اوس مهال دا هڅې نه تنها ګټه نه لري، بلکې د ایران لپاره د تاوان یوه ستره سرچینه ګرځېدلې ده. یو شمېر ډلې چې ځانونه د مقاومت وارثین بولي، عملاً د هغو استخباراتي شبکو د اجنډاوو لپاره کار کوي چې هدف یې د ایران کمزوری کول، داخلي امنیت ته ګواښ پېښول او د نظامي او سیاسي فشارونو زیاتول دي.

    احمد مسعود له یو شمېر بهرنیو استخباراتو سره ناولي اړیکې لرې؛ داسې مستند راپورونه شته چې احمد مسعود (چې ځان د مقاومت جبهې مشر بولي) نه یواځې له ایران څخه لیرې شوی، بلکې په ښکاره توګه یې له اسرائیلو مرسته غوښتې ده. دا غوښتنه تنها لفظي نه ده پاتې شوې، بلکې د استخباراتي سرچینو له مخې، نوموړی اوس هم له هغو جهتونو سره نږدې تماسونه لري چې د ایران د دولت او ملي امنیت په ضد فعالیتونه تنظیموي. د اسرائیلو ترڅنګ، فرانسوي استخباراتي حلقې هم له دغه ګروپونو سره همکاري لري، کوم چې د ایران لپاره د ستر امنیتي خطر زنګ دی.

    په وروستي پرمختګ کې، د ایران استخباراتي ادارو تائید کړې چې د موساد اړوند ډلې توانېدلي چې د ایران دننه د برید لپاره پرمختللي ډرونونه جوړ کړي او په خورا ځراکت هدفمند عملیات ترسره کړي، د دغو بریدونو د عملیاتي تسهیل لپاره هماغه کړۍ مسؤلې بلل کېږي چې مقاومت جبهه یې تر شا ولاړه ده. د دې ډلې د بهرني تمویل سرچینې، ارتباطات او کړنلاره په ښکاره توګه د ایران د امنیتي حاکمیت پر ضد ده.

    په ایران کې د مقاومت جبهې د جاسوسي دفترونو او هغه پخوانیو بې باوره افغان نظامیانو شتون د دغه هېواد امنیت له هر اړخه ننګولی شي، دغه جبهه د خپلو پلورل شویو غړو په توسط، چې په ایران کې خورا آزادانه تګ راتګ لري، کولی شي د دغه هېواد په داخل کې د ایران ضد استخباراتو، هېوادونو او کړیو لپاره د جاسوسي فعالیتونو ترڅنګ، تخریبي عملیات وکړي او د ایران ضد جهتونو په ګټه کار وکړي، له همدې کبله په ایران کې د دغه جبهې شتون د ایران په زیان تمامېدلای شي، ایران ته پکار ده چې د دغه جبهې او نورو ټولو هغه ډلو په اړه پر خپله تګلاره له سره غور وکړي او د فعالیتونو مخه یې ونیسي، تر څو د ایران ضد کړیو لاسونه لنډ شي.

    د مقاومت تر نامه لاندې ډلې نور د همکارۍ وړ نه دي، بلکې د داسې بغاوت کوونکو په توګه باید وپېژندل شي چې د ایران سیسټم، ارزښتونو او ملي امنیت ته ستر ګواښونه متوجه کوي، له احمد مسعود نیولې، تر هغو شوراګانو پورې چې ځانونه د مقاومت او آزادۍ تر عنوان لاندې بولي، ټول باید د ایران له سیمه‌ییز لیدلوري څخه بېرته وارزول شي او د ملګرتیا په ځای محاسبه ورسره وشي. د دغو ډلو بقاء نه د سیمې د مسلمانانو په خیر ده، نه د ایران د ستراتیژیکو اهدافو لپاره ګټوره ده.

    تهران باید له دې وروسته له هغو عناصرو سره، چې د مقاومت تر نامه لاندې د دښمن استخباراتو لاسپوڅي دي، فاصله ونیسي. د وخت غوښتنه دا ده چې له نوي واقعیت سره د تطابق سیاست غوره شي، نه دا چې پخوانۍ تګلارې دوام ومومي. که ایران غواړي د خپلو امنیتي، سیاسي او سیمه‌ییزو ګټو ساتنه وکړي، نو اړتیا ده چې د دغو منحرفو جبهاتو له ملاتړه لاس واخلي او د بدیلو، واقعي شریکانو په لټه کې شي.

    یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

    مخکینۍ مقالهمولوي امیرخان متقي له خپل ایراني سیال سره په خبرو کې د افغانستان له لارې د ایراني حاجیانو د لېږد ډاډ ورکړی
    راتلونکي مقاله مولوي امیرخان متقي له خپل ایراني سیال سره په خبرو کې د افغانستان له لارې د ایراني حاجیانو د لېږد ډاډ ورکړی

    مربوطه لیکنې

    د ښځو حقونو له نوم په استفاده د مقاومت جبهې سیاسي امتیاز طلبي

    21 جولای 2025

    د ناکامو ډلو بې ګټې فیسبوکي مبارزه او ناکامې خیالي وعدې

    19 جولای 2025

    د افغانستان په اړه ناسم تحلیلونه، خیالي فرضیې او عیني واقعیتونه

    17 جولای 2025
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    خبري غورچاڼ 21 جولای 2025

    د نن ورځې د مهمو خبرونو غورچاڼ

    ورځ او نېټه: دوشنبه ۱۴۴۷/۱/۲۵ھ ق. ۲_ستره محکمه: پکتيا کې دوه کسانو ته د نا…

    د رياست الوزراء اقتصادي مرستيال ملا عبدالغني برادر: موږ د لسيزو ويجاړې شوې فابريکې بيا فعاله کړې، څو د هېواد کرنيزه او صنعتي برخه کې پر ځان بسيا شي

    21 جولای 2025

    ملا عبدالغني برادر ملي پراختیا شرکت کې د تولیدي فابریکو د کمپلیکس پرانیسته وکړه

    21 جولای 2025
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    د نن ورځې د مهمو خبرونو غورچاڼ

    21 جولای 2025

    د رياست الوزراء اقتصادي مرستيال ملا عبدالغني برادر: موږ د لسيزو ويجاړې شوې فابريکې بيا فعاله کړې، څو د هېواد کرنيزه او صنعتي برخه کې پر ځان بسيا شي

    21 جولای 2025

    ملا عبدالغني برادر ملي پراختیا شرکت کې د تولیدي فابریکو د کمپلیکس پرانیسته وکړه

    21 جولای 2025
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20242،989 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20242،922 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20241،930 Views
    © 2025 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.