
د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند، اسماعیل بقایي له افغانانو سره د وروستۍ زلزلې له امله ژوره خواخوږي څرګنده کړې او ویلي یې دي، چې تهران چمتو دی د زلزلهځپلو افغانانو ژغورنې او مرستې ته راودانګي.
نوموړي ویلي، چې هېواد یې د افغانستان له شریف ملت، په ځانګړي ډول د کونړ، نورستان، ننګرهار او لغمان ولایتونو له هغو کورنیو سره خواخوږي څرګندوي، چې خپل خپلوان یې د تېرې شپې په زلزله کې له لاسه ورکړي دي.
بقایي وړاندې ټینګار کړی، چې هېواد یې د زلزلې شدت ته په کتو چمتو دی، چې د افغان حکومت په همکارۍ د ژغورنې او مرستې عملیاتو کې ګډون وکړي.