شېر کړئ Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp د ایران تسنیم خبري اژانس راپور ورکړی، چې د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت حقوقي مرستیال، کاظم غریب ابادي کابل ته سفر کړی.تسنیم لیکلي، چې نوموړی به په دې سفر کې د ښه ګاونډیتوب سیاست له مخې، له افغان چارواکو سره د سرحدي همکاریو پر پراختیا خبرې وکړي.کابل ته د دې لوړ پوړي ایراني چارواکي سفر داسې مهال ترسره کېږي، چې د تهران او کابل اړیکې په بېلابېلو برخو کې پراخې شوې او دې هېواد تازه ژمنه کړې، چې له افغانستان څخه د توکو واردات زیاتوي.
د ملي دفاع وزارت لومړی مرستیال، ملا محمد فاضل مظلوم: د منسوبینو ښوونه او روزنه د ملي دفاع وزارت له لومړیتوبونو څخه ده3 فبروري 2026