د ایران تسنیم خبري اژانس راپور ورکړی، چې د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت حقوقي مرستیال، کاظم غریب ابادي کابل ته سفر کړی.

تسنیم لیکلي، چې نوموړی به په دې سفر کې د ښه ګاونډیتوب سیاست له مخې، له افغان چارواکو سره د سرحدي همکاریو پر پراختیا خبرې وکړي.

کابل ته د دې لوړ پوړي ایراني چارواکي سفر داسې مهال ترسره کېږي، چې د تهران او کابل اړیکې په بېلابېلو برخو کې پراخې شوې او دې هېواد تازه ژمنه کړې، چې له افغانستان څخه د توکو واردات زیاتوي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version