کابل کې د ایران سفارت پر خپلې اېکس پاڼې لیکلي چې، د دغه هېواد بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي د یوه پلاوي په مشرۍ کابل ته را رسېدلی دی.
تر دې وړاندې د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقایي ویلي وو، چې عراقچي به دغه سفر کې د اسلامي امارت له چارواکو سره د ګډو ګټو او اندېښنو د حل لارو موندلو او د دوه اړخیزو اړیکو پر پیاوړتیا خبرې وکړي.