د ایران د ټاکنو ادارې د ولسمشریزو ټاکنو لپاره د وړ نوماندانو نوملړ رسنیز او اعلان کړ.
په دې نوملړ کې مصطفی پورمحمدی، مسعود پزشکیان، امیرحسین قاضیزاده، علی رضا زاکانی، سعید جلیلی و محمدباقر قالیباف شامل دي.
د ایران پخوانی ولسمشر محمود احمدي نژاد او عليلاریجاني د ولسمشریزو ټاکنو د نوماندانو له لېسته وېستل شوې او دوی وړ نه دي ګڼل شوي؛ دغه دوه تنه په ۱۴۰۰ کال کې د ایران د ولسمشریزو ټاکنو کې د نوماند کولو څخه هم رد شوي و او د نوماند کېدو حق ترې اخیستل شوی و
ایران د دغه هېواد د پخواني ولسمشر ابراهیم رئیسي له مړینې وروسته چې د الوتکې غورځیدو په پېښه یې ژوند له لاسه ورکړ، له ټاکلي وخته وړاندې ټاکنې ترسره کوي.
ټاکل شوې ده، چې د ایران د ولسمشریزې څوکۍ لپاره ټاکنې د سرطان پر ۸ مه نېټه ترسره شي.