
د ایران د خاتم الانبیاء مرکزي قرارګاه ویاند، ابراهیم غفاري ویلي چې ایران کې د پرځول شوې امریکایي جنګي الوتکې د پیلوټ ژغورنې عملیات یې له ماتې سره مخامخ کړي دي.
فارس خبري اژانس د نوموړي له قوله لیکلي، چې ایراني ځواکونو دوه بلک هاوک او یوه C-130 امریکایي الوتکه ویشتلې او له منځه وړې ده.
غفاري د دغو الوتکو د پیلوټانو او عملې د برخلیک په اړه څه نهدي ويلي.
دا په داسې حال کې ده، چې د امریکا ولسمشر نن (یکشنبه) ادعا وکړه، چې ایران کې د پرځول شوې امریکایۍ الوتکې پاتې عمله په ټپي حالت کې ژغورل شوې ده.

