یو شمېر رسنیو خبر ورکړی او ویلي یې دي، چې د ایټالیا د دفاع وزیر “ګویدو کروستو” لیږدوونکې الوتکې بیړنۍ ناسته کړې ده.
د روسیې “سپوتنیک” خبري اژانس خبر ورکړی، چې یادې الوتکې له بروکسېل څخه روم ته الوتنه درلوده، چې د ایټالیا په لازمینې روم ته په رسېدو یې “چامپینو” پوځي هوایي ډګر کې بېړنۍ ناسته وکړه.
د معلوماتو له مخې پیلوټانو هغه مهال د الوتکې د بېړنۍ ناستې پرېکړه وکړه، چې د مسافرو د بار اېښودلو ځانګړي ځای کې لوګی ولیدل شو.
د ایټالیا دفاع وزیر پرون جمعې او وړمې ورځې د ناټو د دفاع وزیرانو په ناسته کې ګډون په موخه بروکسېل ته سفر کړی و.
دغه خبر داسې مهال خپریږي، چې په دې وروستیو کې د بېلابېلو هېوادونو د چارواکو د الوتکو د بیړنیو ناستو او غورځېدو پیښې زیاتې شوې دي.
تېره اونۍ د “مالاوي” هېواد د مرستیال ولسمشر الوتکه غورځېدلې وه، چې د نوموړي په ګډون په الوتکه کې سپاره شویو لس تنو خپل ژوند په کې له لاس ورکړ.