په دې اعلامیه کې یو ځل بیا د دې کسانو له اوږد مهاله ویرې او وهم څخه پرده پورته شوې ده. یادې شوری د امریکا د استازو مجلس د پرېکړې هرکلی کړی او هیله یې ښودلې چې امریکا به یې ملاتړ وکړي؛ دا یوه داسې دعوه ده چې ولسي مشروعیت نه لري او د پردیو د ملاتړ په توهم د یوه منزوي، منجمد او له واقعیت څخه د لیرې ذهنیت له انعکاس پرته بل څه ندي.
دې شوری په تېرو څو کلونو کې خپله ټوله سیاسي پانګونه د پخوانیو غربي ملاتړو په بیا راګرځولو متمرکزه کړې او داسې انګېري چې تېره تجربه به بیا تکرار او خپل ځان وفادار وښيي، یو ځل ییا به د قدرت پر ګدي کېني. حال دا چې د تېرو څلورو کلونو تجربه ښيي چې امریکا او نور لوېدیځ هېوادونه دا څهرې له کاره لویدلې او بې اغېزې ګڼي؛ دوی نه د ولس په منځ کې ځای لري او نه هم د خلکو د ارادې پر وړاندې د درېدلو توان لري.
په دې اعلامیه کې یو مهم څه د ملت د استازولۍ د غولوونکې ادعا تکرار دی. مقاومت شوری ځان د افغانستان د خلکو استازی ګڼي، په داسې حال کې چې نه د خلکو رایه او نظر ورسره مل دی او نه هم ولسي مقبولیت له ځان سره لري. د افغانستان خلک دا کسان نه یواځې له عام ولس څخه لیرې ګڼي، بلکې د تېرو دوه لسیزو د سیاسي ناورین، فساد او یرغلګرو ته د هېواد د سپارلو اصلي عاملین یې بولي.
که دې شوری په ریښتیا هم د ملت استازیتوب کولی، نو د خپلو خلکو او ولس په وژلو، ترټلو او له دښمنانو سره د هېواد د اشغال په پروژه کې به شریک نه وای، یا لږ تر لږه به یې د ځان د بډایه کولو له حرص لاس اخیستی او د ملت د فقر د ختمولو لپاره به یې کوم ګام پورته کړی وای. خو دوی د تېرو شلو کلونو واکمنۍ پر مهال د ولس د خیر لپاره لږ قرباني هم نده ورکړې او نه یې هم کوم مقاومت کړی.
افغان ولس له دوه لسیزو ترخو تجربو وروسته په دې ډیر ښه پوه شوي او دا یې ډیره ښه درک کړې، هر هغه شعار چې د دوی له لوري د ملت په نوم پورته کېږي، شخصي او کورنیو ګټو ته د یوه پوښښ له جوړولو پرته بل څه نه دي.
اوس مهال افغان ټولنه نه د غرب پخوانیو نسخو ته هیلهمنه ده او نه د پرونیو خاینانو په تېر ایستونکو جعلي ټربیونونو باندې دوکه کېږي.
د افغانستان ملت، چې له ژورو تاریخي دردونو او ناسور زخمونو سره ژوند کوي، په دې ښه پوهېږي چې د هغو څهرو بیا راتګ چې یوازینی هنر یې د پردې شاته معاملې، لابي ګرۍ او د غرب په تالارونو کې ناستې ولاړې دي، یوازېنۍ معنی یې د ناکامۍ، فساد او ماتې د تسلسل بیا راتګ دی.
یادؤنه: په هندوکش غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش غږ توافق ورسره شرط نه دی.