Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»تورې څېرې»د بحرانونو اصلي عاملین ولې ولس تېر باسي!؟
    تورې څېرې

    د بحرانونو اصلي عاملین ولې ولس تېر باسي!؟

    صابر افغانصابر افغان7 اگست 2025څرگندونې نشته3 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    افغانستان د اوږدې مودې راهیسې له بېلابېلو سیاسي، اقتصادي او ټولنیزو ننګونو او بحرانونو سره مخ دی. په ۲۰۰۱م کې د جمهوریت له حاکمیت سره د دې هېواد ولس د سوکالۍ، ثبات او ارامۍ هیله لرل، خو واقعیت دا دی چې نه یوازې په شلو کلونو کې فرصتونه په سمه توګه و نه کارول شول، بلکې فرصتونه د اشغال او پخوانیو چارواکو د ناکام مدیریت له کبله په بحرانونو او ګډوډۍ بدلېدل.

    بهرني اشغالګر د خپلواکۍ نقضوونکي وو، په څنګ یې د بحرانونو راوستلو عاملین هم وو، خو د پرځېدلي جمهوریت واکمنان تر بل هر چا د هېواد د ناورینونو اصلي عاملین ګڼل کېږي. بهرنیو ځواکونو د اشغال تر شا خپل ځانګړي اهداف لرل، خو د هېواد په بحران کې تر بل هر چا ډېر پخواني واکمنان د ناکامیو او بې کفایتیو مسؤلین وو، د خپل هېواد د چور او تالان لپاره یې په اخلاص کار کاوه، خو د ځواب پر مهال به یې د خپلو ناکامیو او بې‌ کفایتیو د پټولو لپاره خپله برخه مسؤلیت هم پر بهرنیو ور زیاتوی او د ولس ستونزې به یې تر ډېره پر هغوی ور غورځولې.

    د جمهوریت تر عنوان لاندې واکمن افراد چې تر بېلابېلو سیاسي نومونو او شکلونو لاندې واک ته رسېدلي وو، نه وو توانېدلي چې د هېواد لپاره داسې بنسټیزې تګلارې او میکانېزمونه جوړ کړي چې ثبات، عدالت او پرمختګ ته لار هواره کړي. ډېری فرصتونه چې د شلو کلونو په اوږدو کې برابر شوي وو، د هماغه واکمنانو د ناسم مدیریت او فساد له امله د منځه تللي او یا یې د ګډوډۍ سبب ګرځېدلي دي.

    دا مهال د پرځېدلي جمهوریت د پخوانیو چارواکو یوه عامه حربه دا ده چې خپلې ناکامۍ لا هم د بهرنیو اشغالګرو پر غاړه ور اچوي او په بل اړخ کې د جګړې له کبله خپل مخالفین(طالبان) هم ګرم ګڼي، په داسې حال کې چې دوی خپله د ستونزو د حل لپاره هیڅ بنسټیز اقدام نه دی کړی او په خپل ناسم مدیریت یې هېواد ورځ تر بلې نور هم په کړکېچ او بحران کې ډوبوی.

    اوس چې هېواد خپلواک شوی، د بهرنیانو حضور ختم او سرپرست حکومت حاکم شوی؛ هماغه پخواني واکمنان چې نن په بېلابېلو نومونو د مخالفو پاشلو ډلو تر چتر لاندې د هېواد په وړاندې سیاسي مبارزه کوي، د ولس د تېر ایستلو لپاره د بحرانونو پړه پر سرپرست حکومت اچوي او غواړي ولس ته ځان سپین وښيي، خو ولس درک کړې چې دوی له هېواد سره څومره تاریخي جفا کړې ده.

    د ستونزې د حل لپاره لومړنی ګام دا دی چې ستونزه ومنل شي. تر څو چې د پرځېدلي جمهوریت واکمنان خپلې مخکنۍ ناکامۍ او ستونزې ونه مني، ولس ته د ستونزو د حل واقعي او څرګندې حل لارې وړاندې نه کړي او همدا راز د نیابتي ډلو په صف کې پردیو ته له خدمت څخه لاس په سر نشي، د تاریخي جفا جبران نشي کولی. پخواني چارواکي د انکار او کاذب غرور په پالیسي نشي کولای ولس قانع او د ناکامیو اصلي عاملین نور معرفي کړي.

    یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

    مخکینۍ مقالهګانا کې د الوتکې لوېدو پېښه؛ د دغه هېواد د دفاع او چاپېریال ساتنې وزیران وژل شوي
    راتلونکي مقاله نیویارک ټایمز: ټرمپ غواړي راتلونکې اونۍ له پوتین سره وګوري

    مربوطه لیکنې

    د افغانستان په اړه د غرب نوې پالیسي؛ مخالفین ترې خپل زوال ویني

    6 اگست 2025

    د پرځېدلي جمهوریت یوه مفسده څنډه؛ لویه څارنوالي، د عدالت که فساد بنسټ!؟

    5 اگست 2025

    د اشرف غني بې وفا، نا اهله ټیم او ترمنځ یې روانې ناندرۍ

    3 اگست 2025
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    افغانستان 7 اگست 2025

    کورنیو چارو وزارت: سمنګان کې د حرفوي غلو ۱۲ کسیزه ډله ونیول شوه

    د سمنګان امنیې قومندانۍ جنایي جرمونو پر وړاندې د مبارزې پولیسو د یاد ولایت په…

    نیویارک ټایمز: ټرمپ غواړي راتلونکې اونۍ له پوتین سره وګوري

    7 اگست 2025

    د بحرانونو اصلي عاملین ولې ولس تېر باسي!؟

    7 اگست 2025
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    کورنیو چارو وزارت: سمنګان کې د حرفوي غلو ۱۲ کسیزه ډله ونیول شوه

    7 اگست 2025

    نیویارک ټایمز: ټرمپ غواړي راتلونکې اونۍ له پوتین سره وګوري

    7 اگست 2025

    د بحرانونو اصلي عاملین ولې ولس تېر باسي!؟

    7 اگست 2025
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20242،996 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20242،931 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20241،948 Views
    © 2025 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.