بحران په هره کچه کې منظمې برنامې، دقیق پلان او په عمل کې جدیت ته اړتیا لري. له دې سره، د بحران څخه د خلاصون لپاره لومړی ګام، د بحران د رامنځته کېدو د لاملونو ريښه موندل او له منځه وړل، بیا له بحران څخه وروسته د اغېزو د سمون او ترمیم لپاره د نوي او مؤثر میکانیزم رامنځته کول دي.
له شک پرته چې افغانستان د څلورو لسیزو جګړو او اشغال په اوږدو کې، یو له هغو هېوادونو څخه و چې له ډېرو بحرانونو او ننګونو سره مخ و، همدارنګه د زیربنایي او داخلي تخریب او ویجاړتیا شعاع ټول امیدونه او ارمانونه سوځولي وو. لا هم د هغو ترخو دردونو او سړو نالو نښې ښکاره او محسوسې دي؛ خو هېواد د روغېدو او ښه کېدو په لور روان دی.
هغه څه چې د خوښۍ او ډاډ لامل دي، دا دي چې د افغانستان اوسني سیاستوال په ټول توان او ځواک سره د هېواد د ستونزو د حل او د ملي تولیداتو او صادراتو د زیاتوالي په لټه کې دي، ترڅو د ملي خودکفایۍ او سالم مدیریت یوه برخه وښيي او د روانو بحرانونو سیلاب ودروي. همدارنګه، د نړۍ او سیمې هېوادونو سره د سیاست او اړیکو په ډګر کې، دوی په رڼو او شفافو خبرو اترو او رغنده تعامل ټینګار کوي ترڅو افغانستان یو ځل بیا خپل ویاړ او عزت ته ورسوي.
په دې چټک او روڼ بهیر سره، ژوره هیله شته چې افغانستان به په راتلونکو څو کلونو کې خپل ځان له بحرانونو، ننګونو او حتی له بندیزونو او تحمیلونو څخه خلاص کړي او د روښانه افق په لور به پرواز وکړي. په پیاوړي موقف کې به د سیمې او نړۍ د هېوادونو ترڅنګ ودرېږي او په مختلفو سیاسي او اقتصادي برخو کې به د پیاوړي پټانسیل لرونکي هېواد په توګه مرکزي او کلیدي رول ولوبوي.
له دې پرته، که د افغانستان لیرې او نږدې سابقې ته ور وګرځو او بدلونموندلی وضعیت یې مطالعه کړو، د ټولو ستونزو لاملونه او عوامل د جمهوریت غوښتونکو، د لوېدیځ د اجیرانو او ملي خاینینو په لمن کې وینو چې افغانستان یې د نړیوالو تجارتونو، د معدني او طبیعي زیرمو د حراج لپاره په یوه دوکان بدل کړی و او د لویو او تورو پیسو د ترلاسه کولو په بدل کې یې ملي شتمنۍ پلورلې.
کله چې هم پر دوی میدان تنګ شو او ګټې یې له خطر سره مخ شوې، د تېښتې لاره یې خپله کړه او د دښمنانو لمن ته یې پناه یووړه. اوس څنګه تمه کېدای شي چې د همدغو هېواد پلورونکو یوه ډله د ستونزو د حل کيلي واوسي او وکولی شي وضعیت سم کړي!؟
که همدا تېر شل کاله د اشغال دوره وڅېړو، په روښانه توګه لیدل کېږي چې دا هېواد د استعمار په ژوره کنده کې و، کانونه یې د امریکا د سیاسي لوبو د لګښتونو لپاره وقف شوي وو او د دغه هېواد د نویو جوړو شویو بمونو د ازمایښت لپاره، له یو ډګر پرته بل څه نه و. هغه کسان هم چې د واک په رأس کې وو، یو له بل بدتر وو، په اصطلاح مالګه یې څټلې او نمکدان یې مات کړی و.
اوس چې افغانستان له هغې کندې څخه راوتلی او د پرمختګ په لاره روان دی، ځینې تښتېدلي او د وطن پالنې مدعیان له لرې واټن څخه د افغانستان په یاد کې لوېدلي او هغو کسانو ته یې د مرستې او ملاتړ لاسونه اوږده کړي چې یو وخت یې د همدې هېواد ملت په خاورو او وینو کې غورځولی و. خو درد چیرته دی او درملنه چیرته ده؟ دا کیسه له باران څخه د تېښتې او تر ناوې لاندې ودرېدو په څېر ده، یا د پسونو په څېر ده چې د شپانه په ځای لېوه ته سپارل شوي وي، چې ویې ساتي.
د افغانستان شریف او بیدار ملت به هیڅکله په دې راضي نشي چې هغه د ورځې متملقان او د شپې غله یو ځل بیا د هېواد د بېړۍ چلوونکي شي او بیا دا خاوره د بې ګناه کسانو په وینو سره کړي.
که کوم منصف کس د افغانستان پر اوسني وضعیت فکر وکړي او د عدالت لاره خپله کړي، نو متوجه کېږي چې په همدې څو وروستیو او لنډو کلونو کې، افغانستان د پرمختګ او ترقۍ څو کلنه لاره وهلې ده. هره ورځ د یوه سالم او هوښیار ماشوم په څېر وده کوي او که کوم زخم په بدن ولري، په چټکۍ سره رغېږي. که کومه ستونزه یا بحران هم احساس شي، وخت او کافي فرصت ته اړتیا لري، ځکه چې د ډېری بحرانونو رېښه په پخوانیو پېښو کې ده.
د افغانستان حللاره نه د اشرف غني په شمول د پخوانیو سیاستوالو راستنېدل دي او نه د هغوی په بیا راتګ سره ستونزې حلېږي، بلکې یووالی او باور کولی شي وضعیت بیرته سم کړي. روښانه او شفافه سیاسي تګلاره او ملي ګټو ته لومړیتوب ورکول، د ټولو پوښتنو او ننګونو ځواب دی.
یادؤنه: په هندوکشغږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکشغږ توافق ورسره شرط نه دی.


