د ګارډین ورځپاڼې په يوه راپور کې راغلي چې د برتانوي ځواکونو شاوخوا پنځمه برخه د روغتیايي ستونزو سره مخامخ دي چې د جګړې توان نه لري.
ګارډین په خپل راپور کې وړاندي لیکلي: «د برتانیا په پوځ کې له لس زرو څخه ډېر سرتېري شتون لري چې د طب له پلوه روغ نه دي او یواځې په ځانګړو شرایطو لکه مناسبه هوا او د شور او زوګ په نشتوالي کې وظيفه کولی شي.»
ورځپاڼه زياتوي ، د برتانوي پوځ ۲۳ سلنه ځواک له داسې روغتیايي محدودیتونو سره مخامخ دي، چې د هغوی بشپړ خدمت مخه نیسي.