د «5Pillarsuk» په نوم د بریتانیا د مسلمانانو ټولنې یوې رسنۍ د خپلو لوستونکو ترمنځ د ټولنیزو رسنیو له لارې د ترسره شوې نظرپوښتنې پایلې خپرې کړې دي، چې پکې د افغان حکومت د مشرتابه په اړه د پام وړ ملاتړ څرګند شوی دی.
د خپرو شویو معلوماتو له مخې، په شاوخوا ۶۷۰ ګډونوالو کې ۶۱ سلنه کسانو د مشرتابه ملاتړ کړی، ۳۱ سلنه یې منځنی نظر څرګند کړی او یوازې ۸ سلنه خلکو یې مخالفت ښودلی دی.
په ورته نظرپوښتنه کې د پاکستان د لومړي وزير شهباز شريف په اړه بیا د ګډونوالو نظرونه تر ډېره منفي وو، چې ۸۶ سلنه کسانو مخالفت څرګند کړی، ۱۱ سلنه منځنی دریځ لري او يواځې ۳ سلنه خلکو یې ملاتړ کړی دی.
