د افغانستان برېښنا شرکت وايي، د دغه شرکت او چینايي شینزین کلو شرکت ترمنځ د مېټرونو تړون یې لاسلیک کړی دی.
له یاد شرکت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، د افغانستان برېښنا شرکت عمومي اجرائیوي رئیس محمد حنیف حمزه او د مېټرونو جوړولو چینايي ( شینزین کلو) کمپنۍ استازي سره، د ۲،۷ مېلیونه امریکايي ډالرو په لگښت د یو فاز او درې فاز مېټرونو تړون لاسلیک شو.: «یاده کمپنۍ به ۱۵۰ زره د برېښنا یو فاز او درې فاز معیاري مېټرونه تولیدوي چې افغانستان ته راوارېدیدو سره سم به د برېښنا شبکې کې کارول کېږي.»
په خبرپاڼه کې ویل شوي، له دې مخکې د برېښنا پېرودونکو د اړتیا وړ مېټرونه له ازاد بازار څخه په بېلابېلو نرخونو را نیول چې په گرانه بیه ورته تمامېدل؛ خو اوس مهال برېښنا شرکت له یوې چینايي کمپنۍ سره د مېټرونو تړون د لاسلیک له لارې په دې برخه کې پېرودونکو ته آسانتیاوې رامنځته کړې.: «همداراز د یادې کمپنۍ مېټرونه د برېښنا له ټاکلو معیارونو سره سم جوړېږي او برېښنا شرکت به یې د شبکې اصلاح او نوې پراختیا برخو کې وکاروي.»
د خبرپاڼې له مخې، د برېښنا مېټرونو برخه کې پېرودونکي له گڼو ستونزو سره مخ وو، چې د نویو مېټرونو واردېدو او پېرودونکو ته وېشل کېدو سره به ټولې ستونزې حل او پېرودونکي به معیاري مېټرونه په مناسبه بیه تر لاسه کړي.