تل په ټولنه کې له بدلون وروسته د پخواني او اوسني دولت ترمنځ د پرتلې بازار ګرمېږي او خلک، مسوولین او آن نړۍوال د دواړو نظامونو ښېګڼې او بدۍ سره پرتله کوي. په دې منځ کې له هرې خوا ډېر اسناد او شواهد ترلاسه کېږي.
پخوانی حکومت د خپل واک د وخت په معیارونو سنجول کېږي او اوسنی حکومت په هغه کارونو قضاوت کېږي چې اوس یې په لاس کې لري او عملي کوي یې.
د دې دوه اړخیزو پرتلنو سره، سره د نظرپوښتنو تمرکز تر ډېره پر پخواني حکومت وي او د هغه تېروتنې او انحرافات لا ډېر راښکاره کېږي، ترڅو د هغه د سقوط او تباهۍ اصلي لامل روښانه شي.
کله چې د افغانستان په اړه خبرې کېږي، نو د جمهوریت او په ځانګړې توګه د بشري حقونو د نقض موضوع مطرح کېږي؛ هغه موضوع چې پخواني حکومت ځان د هغه مدافع او ملاتړی معرفي کاوه او تل به یې په رسنیو کې په ډکه خوله دفاع کوله او ځان به یې د هغه ترویجونکی باله. خو په حقیقت کې، کله چې باید بشري حقونه رعایت شوي وای، نو هلته هېڅ خبر نه و او وضعیت داسې و لکه یو ځناور او خونخوار چې د خلکو پر ځان ورپېښ شوی وي او هرڅه چې یې په وس کې وي، کوي یې.
نن که څه هم په نړۍوالو رسنیو کې د سرپرست حکومت نوم د بشري حقونو د سرغړونکي په توګه تبلیغ کېږي، خو په حقیقت کې، کله چې د جمهوریت بنسټونه ټینګ وو او امرونه یې پر ملت تحمیلېدل، د بشري حقونو ښکاره نقض د خلکو په وړاندې کېده؛ خو نه چا خپل غږ پورته کاوه او نه یې مخه نیول کېده.
د بېلګې او د فاجعې د یوې وړې نمونې په توګه، حسیب قوای مرکز د لسګونو کسانو له ډلې څخه یو تن و چې له ټولنې څخه یې امنیت او ارامي اخیستې وه او د امنیتي ادارو په پټ ملاتړ یې د خلکو په منځ کې وحشت او ډار خپور کړی و.
نه تنها د وحشت او نا امنۍ رامنځ ته کول، بلکې زورګويي، ناحقه قتلونه، د خلکو د شتمنیو غصب او د دولتي مالونو ویجاړول د دغه کس او د هغه په څېر کسانو د وحشیانه او مستبدانه فعالیتونو یوه کوچنۍ برخه وه، چې دا ټول د بشري حقونو د نقض ښکاره بېلګې دي.
هغه هم په داسې حکومت کې چې ځان یې د بشري حقونو مدافع معرفي کاوه، خو په عمل کې یې نه د هغه په اجرا او تطبیق تعهد درلود او نه یې غوښتل چې هغه عملي کړي.
دا یوازې د محدودو افرادو په کچه وه، خو په لویه کچه، ټول جاسوسان او د اشغالګرو نفوذي مهرې او آن خپله اشغالګر، پر هېواد په تېري کولو سره، د بشري حقونو تر ټولو لوی سرغړونکي وو.
آیا متجاوزانه ننوتل، د نابرابري جګړې رامنځ ته کول او د وژونکو وسلو په کارولو سره پراخ عملیات ترسره کول، د بې ګناه خلکو هدف ګرځول او وژل د بشري حقونو نقض نه دی!؟
هغه هم د داسې ملت په وړاندې چې هېڅ ډول پرمختللي نظامي تجهیزات نه لري او لا هم تر ډېره په سنتي بڼه ژوند کوي او په لومړنیو امکاناتو قانع دي.
یا هغه داخلي مزدوران چې نومونه یې افغاني وو، خو فکر او آند یې په بشپړه توګه غربي وه او هڅه یې کول چې سنتونه مات کړي، اخلاقي ارزښتونه تخریب کړي، دولتي ادارې په فساد کې ښکېل کړي او د دې هېواد اساسات له منځه یوسي؛ ایا دا د بشري حقونو د نقض ښکاره بېلګې نه دي!؟
اوس، د دې حقیقتونو د پټولو لپاره له ډېرو هڅو سره، سره د پټولو دوره پای ته رسېدلې او د ټولو دغه جنایتونو او خیانتونو اسناد او مدارک افشا شوي دي.
کله چې وضعیت داسې وینو، نو دې پایلې ته رسېږو چې په حقیقت کې هماغه کسان چې ځانونه د بشري حقونو مدافعین معرفي کوي، هغوی په خپله د بشري حقونو تر ټولو لوی سرغړونکي وو او یوازې هغه وخت به یې له دې موضوع څخه ګټه پورته کول، کله چې د هغوی ګټې خوندي کېدلې، خو هر کله چې به بشري حقونه د هغوی له ګټو سره په ټکر کې راتلل، نو هغوی به په بشپړه توګه سترګې پټولې او خپلې لار ته به یې دوام ورکاوه.
یادؤنه: په هندوکشغږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکشغږ توافق ورسره شرط نه دی.