Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»افغانستان»د بغلان له سېلاب‌ځپلو سره بېلابېلو خلکو مرستې اعلان کړې دي
    افغانستان

    د بغلان له سېلاب‌ځپلو سره بېلابېلو خلکو مرستې اعلان کړې دي

    صابر افغانصابر افغان12 مې 2024څرگندونې نشته3 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    د بغلان، بدخشان، غور، تخار او فاریاب وروستیو سېلاب‌ځپلو سره بېلابېلو ادارو او اشخاصو مرستې اعلان کړي دي.

    افغان سوداگر میرویس عزیزې پر خپلې اېکس‌پاڼه لیکلي، چې د عزیزي بنسټ له لوري ۵۰ مېلیونه افغانۍ مرستې به د بغلان سېلاب‌ځپلو سره وکړي.: «په بغلان او د افغانستان په ځینو نورو برخو کې د سېلابونو له امله رامنځته شوي ځاني تلفات او پراخه ورانۍ د ډېرې خواشینۍ وړ دي.

    زه په داسې حال کې چې د دې طبیعي ناورین له امله متأثره شوو کورنیو ته د زړه له کومي تسلیت وړاندې کوم، غواړم چې د عزیزي بنسټ له‌خوا له مستحقو هېوادوالو سره عاجلې بشري مرستې وشي.

    همداراز، د عاجلو مرستو د رسولو په خاطر مې پنځوس مېلیونه افغانۍ تخصیص کړې او خپل ورور همایون عزیزي نه مې وظیفه سپارلې تر څو مرستندویه هیات ژرترژره بغلان ته واستوي.»

    د عزیزي سربېره د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې لوبغاړي راشدخان هم ۱.۵ مېلیونه افغانۍ مرستې اعلان کړی دی. نوموړي پر خپلې فېسبوک‌پاڼه لیکلي: زه د بغلان د سېلاب ځپلو وطندارانو سره ۱۵لکه افغانۍ مرسته اعلانوم.

    دا مرسته به زما د خیریه بنسټ له لوري په اړمنو باندې وېشل کېږي. موږ به هره ورځ ۱۰۰۰ سېلاب‌ځپلو ته پاخه شوي خواړه او غذ برابرو او دا به د ۱۵ ورځو لپاره وي. : «هیله ده تر هغه وخت پورې نور مرسته کوونکي هېوادوال هم لاس په کار شي. بیا هم په ټولو غږ کوم چې په دې بد وضعیت کې د خپلو هېوادوالو سره مرسته وکړي. خدای دې بیا داسې بد وضعیت نه راولي. »

    نوموړي همدا راز له هېوادوالو غوښتي، چې د بغلان خلک یوازې پرې نه‌ږدي او په دې سخت حالت کې ورسره مرستې وکړي.: «د بغلان د غمجنې پېښې په اړه خبر شوم. ډېر یې ودردولم. خدای دې شهیدانو ته جنتونه ورکړي او زخمیانو ته کامله شِفا غواړم.

    زه تاسو سره په دې لوی غم کې شریک یم. ان شاءالله تر خپل وس به کوشش کوو چې مرستو ته ځانونه ورسوو.

    په ټولو هېوادوالو غږ کوم چې په دې بدې ورځې کې خپلو وطنوالو ته لاس ورکړي. شتمن هېوادوال باید ډېر څه وکړي.»

    د پاکستان په سوپرلیگ کې د پېښور زلمي لوبډلې څښتن جاوېد افریدي بیا له افغان سېلاب‌ځپلو سره د ۱۰ مېلیونه پاکستانیو کلدارو د مرستې اعلان کړی.

    د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال هم بېړنۍ غونډه کړې او په بغلان، غور، بدخشان، فاریاب او تخار ولایتونو کې د سېلابونو له امله زیانمنو هېوادوالو ته د بېړنیو مرستو رسولو په موخه د کورنیو چارو وزارت، اقتصاد وزارت، روغتیا وزارت، پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت او سرې میاشتې په مشرۍ په ترتیب سره د نجات، مرستو د جلب او جذب، روغتیا او ټپیانو ته د رسېدنې، د تکفین او تدفین او د خوراکي توکو د چمتو کولو او رسولو کمېټې جوړې شوې.

    مخکینۍ مقالهد ننگرهار په خوږیاڼیو کې د وزیرو تنگي بند سیمه له نږدې لیدل شوې
    راتلونکي مقاله موږ او سيستمونه

    مربوطه لیکنې

    خلیفه سراج الدین حقاني د اروپایي ټولنې له شارژدافیرې سره د افغان کډوالو پر ملاتړ خبرې کړي

    16 اگست 2025

    د هرات ولایت د برښنا پیاوړتیا په موخه د نږدې ۴۱ میلیونه ډالرو ګډې پانګونې تړونونه لاسلیک شول

    16 اگست 2025

    کورنیو چارو وزارت: تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۲۲ تنه د بېلابېلو جرمونو په تړاو نیول شوي

    16 اگست 2025
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    افغانستان 16 اگست 2025

    خلیفه سراج الدین حقاني د اروپایي ټولنې له شارژدافیرې سره د افغان کډوالو پر ملاتړ خبرې کړي

    ‏د کورنیو چارو وزارت خبر ورکړی، چې د دغه وزارت سرپرست خلیفه سراج الدین حقاني،…

    د هرات ولایت د برښنا پیاوړتیا په موخه د نږدې ۴۱ میلیونه ډالرو ګډې پانګونې تړونونه لاسلیک شول

    16 اگست 2025

    ټرمپ: شي جین‌پینګ راته ویلي چې زما د ولسمشرۍ پر مهال به چین پر تایوان برید ونه‌کړي

    16 اگست 2025
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    خلیفه سراج الدین حقاني د اروپایي ټولنې له شارژدافیرې سره د افغان کډوالو پر ملاتړ خبرې کړي

    16 اگست 2025

    د هرات ولایت د برښنا پیاوړتیا په موخه د نږدې ۴۱ میلیونه ډالرو ګډې پانګونې تړونونه لاسلیک شول

    16 اگست 2025

    ټرمپ: شي جین‌پینګ راته ویلي چې زما د ولسمشرۍ پر مهال به چین پر تایوان برید ونه‌کړي

    16 اگست 2025
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20242،999 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20242،943 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20241،963 Views
    © 2025 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.