د بلخ د برېښنا شرکت مرستیال عبدالغفور احمدزی وايي، د بلخ سرې او برېښنا دولتي شرکت په ۲۴ ساعتونو کې ۹۰ ټنه یوریا سره او په ډېره اندازه برېښنا تولیدوي.
دی وايي، په دغه دولتي شرکت کې ۱۳۰۰ تنه کار کوي او لسگونه نورو ته یې هم په نامستقیم ډول کار پیدا کړی دی.: «د افغانستان اسلامي امارت په راتگ سره د دې شرکت کارونه پرته له کوم خنډ او ځنډ څخه په منظمه توگه روان دي او یاد شرکت دوه ډوله تولید لري اساسي او فرعي چې د اساسي تولید له جملې څخه سره او برېښنا او د فرعي توليداتو څخه یې اکسيجن، امونیا، کاربن ډای اکسایډ او نایتروجن په برخو کې فعاليت لري.»
د احمدزي په خبره، د روان کال په لومړۍ ربعې کې ۴۷ مېلیونه افغانۍ څخه ډېر اساسي او فرعي برخو څخه عواید راټول شوي او د دولت خزانې ته سپارل شوي دي.:«د اسلامي امارت د مشرتابه د سپارښتنې سره سم سوداگرو ته گڼې اسانتیاوې برابرې شوې، چې په دې برخه کې د نورو کلونو په پرتله سره په زیاته کچه ارزانه شوې، چې یاده کارخونه د نړۍ په کچه دويمه ده، چې په لوړ او با کیفیته سره تولیدوي.»
دی وايي، په روان کال کې په پام کې لرو چې ۳۸۰۰۰ ټنه سره یوریا او ۱۱۵ مېلیونه کيلو ولټه برېښنا تولید کړو او که چېرې د نوموړي شرکت ماشنیرۍ په عصري او اساسي بڼه سمبال کړل شي د ټول هېواد سرې برخې اړتیاوي به پوره کړل شي.
د یادونې وړ ده، یاده کارخونه په ۲۵ برخو کې تولیدات لري، چې تر ډېره برخه کې یې سره او اکسجین تولید دی.