د بلخ د پنبې او نباتي غوړیو د شرکت رئیس فرید احمد ژمن وايي، چې د پنبې او نباتي غوړیو شرکت ریاست له شلو کلونو وروسته په ۱۴۰۱ل کال په لومړیو کې بېرته په فعالیت پیل وکړ.
د ژمن په خبره، د اسلامي امارت، مالیې وزارت، د بلخ د ولایت مقام او دولتي شرکتو په مرسته یې یو ځل بیا یاده کارخونه فعاله کړې ده.:«د دې کارخونې ماشینونو ته هم ۵۰ سلنه زیان رسېدلی وو؛ خو د اسلامي امارت په راتگ سره د دې کارخونې ماشینونه ترمیم او فعالیت یې پیل کړ.»
دی وايي، په دغه کارخونه کې ۱۴۰ تنو ته په مستقیم او په سلهاوو کسانو ته په غیر مستقیم ډول د کار زمینه برابره شوې ده.:« د بلخ د نباتي غوړیو کارخونه په ۲۴ ساعتونو کې د ۲۵ ټنه غوړیو او ۶۰ ټنه د پنبې د پروسس د تولید وړتیا لري.»
نوموړی زیاتوي، په تېر یو کال کې د دې کارخونې عواید تر مېلیونونو افغانیو پورې رسېږي.
همدا رنگه د دې کارخونې د پرمختگ لپاره پراختیايي بودیجې، پرمختللي او عصري ماشینونو او خامو توکو لپاره پیسو ته اړتیا لري.
دی وايي، که حکومت یې په یادو برخو کې لاسنیوی وکړي، نو لرې نه ده چې یاده کارخونه په خپلو تولیداتو کې له دې ډېر زیاتوالی راولي.