Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»نړیوالي رسنۍ»د بلومبرګ تازه راپور؛ له ا.ا. سره د نړۍ د مستقیم تعامل د اړتیا رښتینی انځور
    نړیوالي رسنۍ

    د بلومبرګ تازه راپور؛ له ا.ا. سره د نړۍ د مستقیم تعامل د اړتیا رښتینی انځور

    صابر افغانصابر افغان20 جولای 2024څرگندونې نشته5 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    د یوې غربي مشهورې رسنۍ بلومبرگ د راپور له مخې، د اروپايي ټولنې ځینې غړي هېوادونه غواړي چې په کابل کې خپل تړل شوي سفارتونه بېرته پرانېزي.

    په دغه راپور کې د اروپايي ټولنې د ډیپلوماټانو له قوله راغلي، د اروپايي ټولنې ځینې غړي هېوادونه په افغانستان کې د دیپلوماتیکو ماموریتونو د بیا پیلولو اړتیا درک کړې او غواړي خپل سفارتونه بېرته پرانېزي.

    په راپور کې زیاته شوې، چې ایټالیا او هسپانیا هغه اروپايي هېوادونه دي، چې دې کار ته ډېره لېوالتیا لري؛ د راپور له مخې، ایټالیې په دې وروستیو کې کابل ته خپل پلاوی لېږلی و؛ څو په کابل کې امنیتي وضعیت له نږدې وگوري او وروسته د سفارت پرانیستلو په تړاو پرېکړه وکړي.

    په هر صورت، په دې وروستیو کې د افغانستان په تړاو دیپلوماتیکې پرمختیاوې او په دې برخه کې د اسلامي امارت د دیپلوماتیکي دستګاه بې ساري لاسته راوړنې، ټول څېړونکي حک حیران کړي دي.

    د بلومبرګ دغه راپور په داسې حال کې خپرېږي، چې له یوې خوا کابل ته د سیمې او نړۍ د دیپلوماتیکو استازو، پلاوو او چارواکو سفرونه هم ډېر شوي دي، له بلې خوا د سیمې او نړۍ په کچه، د اسلامي امارت په تړاو د هېوادونو لیدلورو او پالیسیو کې هم مثبت او ژور بدلونونه او پرمختیاوې تر سترګو کېږي.

    په دې وروستیو کې د اسلامي امارت د فوق العاده پلاوي په ګډون او د اسلامي امارت له غوښتنې سره سم د قطر درېیمه ناسته ترسره کېدل، ازبکستان، ایران، روسیې او یو شمېر نورو هېوادونو ته د اسلامي امارت د بېلابېلو چارواکو سفرونه او له دې سره جوخت د افغانستان اسلامي امارت په تړاو د روسیې ولسمشر او د بهرنیو چارو وزیر په ګډون د دغه هېواد د یو شمېر مهمو چارواکو او د هند د بهرنیو چارو وزیر تازه مثبتې څرګندونې، ټول د دې ښودنه کوي، چې نړۍ له اسلامي امارت سره د مستقیم، مسوولانه او معنا لرونکي تعامل اړتیا درک کړې او په دې برخه کې هر یو غواړي، تر نورو مخکې شي.

    د اسلامي امارت په بهرنیو اړیکو کې، دغه ټولې پرمختیاوې څه عادي پرمختیاوې نه دي؛ باید ووایو، د دیپلوماسۍ او بهرني سیاست په برخه کې په ډېره کمه موده د اسلامي امارت په ځانګړې توګه د امارت د دیپلوماسۍ دستګاه ستره لاسته راوړنه ده.

    د اسلامي امارت د دیپلوماسۍ دستګاه تل هڅه کړې، چې په افغانستان کې موجود واقعیتونه او حقایق، نړۍوالو ته په ساده ژبه بیان او هغوی په دې قانع کړي، چې د افغانستان اوسنی ثبات او وضعیت د هېڅ چا په زیان او تاوان نه دی؛ بلکې د ټولو اړخونو او هېوادونو سیاسي او اقتصادي ګټې په یو باثباته او امن افغانستان کې نغښتی دی؛ د افغانستان ثبات د اسلامي امارت د امنیتي او نورو اړوندو ادارو د بې دریغو هڅو او کوششونو پایله ده.

    اوسنی افغانستان نه یوازې د هېڅ ګاونډي او د سیمې هېواد لپاره د ګواښ او تهدید سرچینه نه ده، بلکې د سیمې او ګاونډیو د ترانزیتي، تجارتي او اقتصادي ګټو او اهدافو لپاره تر ټولو غوره فرصت او منبع هم ده.

    اوسمهال په افغانستان کې د دې ترڅنګ، چې بشپړ او ډاډمن امنیت تامین دی، ټولې جرمي ډلې، د نشه یي توکو او انساني قاچاق مافیايي شبکې، چې د سیمې امنیت لپاره بالقوه او بالفعل ګواښونه او تهدیدونه رامنځته کول له منځه تللي، له ټولو ګاونډیو هېوادونو سره د افغانستان سرحدات او پولي خوندي دي.

    دې ته په پام سره د سیمې هېوادونه او نړۍوال هم دغه موضوع درک کړې، چې د افغانستان لپاره تر ټولو غوره انتخاب، د افغانستان اسلامي امارت دی؛ دوی پوهېږي چې له هغو ستونزو سره سره چې یو شمېر نړۍوالې مغرضې کړۍ یې اسلامي امارت ته پېښوي، دغه نظام په محدودو امکاناتو پر دې توانېدلي چې په افغانستان کې بشپړ ثبات او امنیت ټینګ کړي.

    د سیمې هېوادونو د څېړنو مرکزونو دې پایلې ته رسېدلي چې د افغانستان ثبات او امنیت د ټولې سیمې ثبات او امنیت دی، او دغه څه له اسلامي امارت پرته د بل چا له وس او توان څخه بهر او ناشونی دی، چې کره بېلګه یې د دغه هېواد تېر شل کلن بهیر دی، چې د ناټو او امریکا په ګډون د لسګونو هېوادونو زرګونه سرتیري او پوځیان دلته مېشت وو، او سربېره پر دې تر پنځه لکه افغان وسله وال او پوځ ته هم دوی معاش ورکاوه، د نړۍ پرمختللې وسلې، تجهیزات او امکانات هم د دوی په اختیار کې وو، خو پر دې ونه توانېدل، چې لااقلاً د دغه هېواد په یو ولایت کې امنیت او ثبات ټینګ کړي.

    پر دې بنسټ وروستیو دیپلوماتیکو پرمختیاوو او پورته یادو واقعیتونو ته په کتو سره، ویلی شو، چې نړۍوال په ځانګړې توګه د سیمې، منځني خیتځ، مرکزي اسیا او یو شمېر اروپايي هېوادونه اوس د اسلامي امارت تر حاکمیت لاندې افغانستان د واقعیتونو عمق ته رسېدلی او ورسره یې د تعامل اړتیا درک کړې ده.

    دغه هېوادونه غواړي چې د اسلامي امارت په تړاو د دیپلوماسۍ په ډګر کې پراته ټول خنډونه او ستونزو ته د پای ټکی کېږدي، او لېرې نه ده چې د متقابل درناوي او احترام په چارچوب کې له اسلامي امارت سره د رغنده، اغېزناک، معنالرونکي او ګټور تعامل دروازه پرانېږي. ان شاءالله تعالی

    یادونه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

    مخکینۍ مقالهد هېواد د بهرنیو چارو وزیر: د عاشورا په مراسمو کې د داعش خوارجو د وینې تویونې پلان په بشپړه توګه شنډ شو
    راتلونکي مقاله ننگرهار کې د وروستیو توپانونو او ورښت خصوصي سکتور ته ۲ مېلیارده افغانۍ زیان اړولی

    مربوطه لیکنې

    حماس نن د اوربند په لومړۍ ورځ درې اسرائيلي بنديان خوشې کوي

    19 جنوري 2025

    کولمبيا اسراييلو ته د ډبرو سکرو صادرات بند کړل

    19 اگست 2024

    فارین پالیسي: امریکا ته تر ماتې وروسته، له افغانستانه تېښته ترهرڅه مهمه وه!

    17 اگست 2024
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    تورې څېرې 9 مې 2025

    په مقاومت جبهه کې خپل منځي اختلاف، هدفي وژنې او د تېر تاریخ انځور

    مقاومت جبهه د تېر په څېر دا ځل هم د نابودۍ په لور روانه ده،…

    پروان کې یو ماشوم د انسان تښتوونکو له منګولو ژغورل شوی

    8 مې 2025

    د سویس جنجالي طرحه؛ د سرپرست حکومت د مخالفینو په لیکو کې نوی درز!

    8 مې 2025
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    په مقاومت جبهه کې خپل منځي اختلاف، هدفي وژنې او د تېر تاریخ انځور

    9 مې 2025

    پروان کې یو ماشوم د انسان تښتوونکو له منګولو ژغورل شوی

    8 مې 2025

    د سویس جنجالي طرحه؛ د سرپرست حکومت د مخالفینو په لیکو کې نوی درز!

    8 مې 2025
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20242،928 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20242،860 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20241،845 Views
    © 2025 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.