په دې وروستیو کې پاکستاني رسنۍ او رسمي ادرسونه په تکراري ډول هڅه کوي د بلوچستان روان مقاومت د یوه «بهرني پلان» په توګه معرفي کړي او ادعا کوي چې د بلوڅ وسلوالو مشرتابه له افغانستانه فعالیت کوي. دا روایت نه یوازې له واقعي شواهدو لرې دی، بلکې د پاکستان د امنیتي او سیاسي ناکامیو د پټولو یوه اسانه لاره ګرځول شوې ده. میداني واقعیتونه ښيي چې د بلوڅانو اصلي مشرتابه او تصمیم نیوونکې کړۍ په خپله د بلوچستان په دننه کې حضور لري او له هماغه ځایه د جګړې بهیر رهبري کوي.
په دې وروستیو کې بلوڅ وسلوالو د بلوچستان په څو ښارونو کې هم مهاله منظم بریدونه کړي، چې د پاکستان امنیتي ادارې او پوځ یې له سختې وارخطایۍ سره مخ کړی دی. په یوه تازه ویډیو کې چې رسنیو کې خپره شوې، ښیي چې د دغه ډلې مشر بشیر زیب د بلوچستان په یوه غرنیزه سیمه کې را څرګند شوی دی. دې شواهدو له دغه ډلې سره د تړاو له مخې د افغانستان نوم اخیستل تر یوه تبلیغاتي او بې بنسټه ادعا ثابته کړه.
که د پاکستان دننه د دې شخړې ریښې وپلټل شي، نو څرګنده ده چې د بلوڅانو او پاکستان ترمنځ روان تاوتریخوالی د کلونو کلونو داخلي جبر، سیاسي بې واکۍ او پوځي زور زیاتي پایله ده. ترې تم کېدنې، پراخ پوځي عملیات، د طبیعي زیرمو بې رحمانه غصب او بلوڅان له اساسي حقونو محرومول هغه عوامل دي چې دا مقاومت یې راولاړ کړی دی. دا جګړه نه له بهر څخه وارد شوې او نه هم د کوم بل هېواد په اشاره پیل شوې ده، بلکې د پاکستاني پوځي رژیم خپل سیاستونه دي چې د مخالفت اور یې بل ساتلی دی.
په همدې لړ کې افغانستان تل دا دریځ ښودلی او ثابت کړی چې د نورو هېوادونو په کورنیو شخړو کې مداخله نه کوي. نه د بلوڅانو جګړه له افغان خاورې رهبري کېږي، نه د افغانستان حکومت د دې شخړې ملاتړ کړی او نه هم د بلوڅانو مشرتابه ته دلته ځای ورکړل شوی دی. د پاکستان له لوري پر افغانستان د تورونو لګول له سیاسي پلوه یوه اسانه پلمه ده، خو له حقوقي او واقعي اړخه هیڅ وزن نه لري.
د بلوڅانو روان مقاومت باید د پاکستان د داخلي بحران په چوکاټ کې تحلیل شي، نه باید د بهرنیو هېوادونو په نومونو پورې وتړل شي. دا مقاومت د هویت، خاورې او اساسي حقونو لپاره مبارزه ده او د هغه ناسم سیاست ښکاره انعکاس دی چې کلونه کلونه یې د بلوچستان ولس تر فشار لاندې ساتلی دی. د افغانستان په نوم د دې جګړې تعبیر کول یوازې د اصلي ستونزې له لیدلو تېښته ده.
جالبه دا ده چې هماغه پاکستاني مطبوعاتي کړۍ چې ادعا یې کوله د بلوڅانو مشر په افغانستان کې دی، اوس یې بیا په خپله د پاکستان دننه د هغه د راڅرګندېدو خبرونه خپاره کړل. دا واقعیت په ډاګه کوي چې پخوانۍ ادعاوې تر ډېره سیاسي تبلیغات وو، نه میداني واقعیتونه. دا ډول تناقض د پاکستان د رسمي روایت باور نور هم کمزوری کړ او د دوی پر ټولو ادعاوو یې پوښتنې پیدا کړې.
تر هغې چې پاکستاني پوځي رژیم د بلوڅ ولس مشروع غوښتنې د امنیتي عینکو پر ځای د سیاسي عقلانیت له لارې و نه ګوري، دا شخړه به د بهرنیو پلمو په جوړولو پای ته و نه رسېږي. د افغانستان نوم اخیستل نه د جګړې حل دی او نه هم د تاوتریخوالي د کمولو واقعي لاره ده. د دې بحران حل یوازې هغه وخت شونی دی چې پاکستان خپلې تاریخي تېروتنې ومني او د بلوچستان مسئله د یوه داخلي، واقعي او عادلانه تفاهم له لارې حل کړي.
یادؤنه: په هندوکشغږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکشغږ توافق ورسره شرط نه دی.


