Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»سیمه»د بلوڅ بېلتون پالو وياند جيئند بلوڅ: د امريکا پرېکړه زموږ پر مبارزې اغېز نه شي کولای
    سیمه

    د بلوڅ بېلتون پالو وياند جيئند بلوڅ: د امريکا پرېکړه زموږ پر مبارزې اغېز نه شي کولای

    صابر افغانصابر افغان15 اگست 2025څرگندونې نشته2 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    بلوڅ بېلتون پالو په يوه اعلاميه کې، د امريکا وروستۍ پرېکړه چې دغه ډله یې د بهرنيو «ترهګرو» په لېست کې اضافه کړه د استعمار د روايت غير مستقيم تاييد ګڼلی او په خبره یې يادې پرېکړې پرې کوم اثر نه لري او د بلوچستان تر خپلواکۍ به خپله مبارزه روانه ساتي‌.

    په اعلاميه کې ټينګار شوی، چې دوی خپله مبارزه په ۱۹۴۸ زېږديز کال کې د پاکستان له لوري د بلوچستان د اشغال له پيل وروسته شروع کړې او په خبره یې «بي ايل اې» کوم موقتي سياسي غبرګون نه دی، چې له منځه به لاړ شي.

    بلوڅ بېلتون پالو ټينګار کړی، چې د‌ دوی له لوري د ملکيانو په نښه کولو تورونه د پاکستان د حکومت تبليغات دي او په خبره یې ټول عمليات یې د پاکستان د پوځ، سرحدي ځواک، استخباراتي شبکو، او د هغوی د همکارو پر ضد ترسره کېږي.

    په اعلاميه کې همدا راز راغلي، چې پاکستاني حکومت عملا بلوچستان اشغال کړی او د کاني‌ زېرمو په چور تالان یې د بلوچستان شتمني ان د امريکا تر خولې رسولې ده.

    بلوڅ بېلتون پالو زياته کړې «موږ نړۍ ته بلنه ورکوو چې بلوچستان ته راشي او حالات په خپلو سترګو وګوري، هغه ډله‌ييز قبرونه وګوري چې زموږ ځوانان پکې خښ دي، د هغو ميندو سترګو وګوري چې زامن يې څو لسيزې کېږي لادرکه دي، هغه ښارونه وګوري چې خبرې او بيان پکې بند دی او هغه کلي وګوري چې د پاکستاني پوځ د شپنيو پوځي عملياتو ښکار شوي دي.»

    بلوڅ بېلتون پالو همدا‌ راز يه خپل ملت سره ژمنه کړې، چې هېڅکله به له خپل فکري، پوځي او انقلابي مسووليت څخه شاتګ ونه کړي او په خبره یې د بلوچستان تر ازادۍ به خپله مبارزه روانه ساتي.

    مخکینۍ مقالهحماس: «لوی اسرائیل» نظریه عربي او اسلامي نړۍ ته ګواښ دی
    راتلونکي مقاله د جنایتکارانو شوری؛ ولس به یې جنایات هېر کړي!؟

    مربوطه لیکنې

    خواجه اصف د اسرائیل پر ضد شوی پوسټ حذف کړ

    10 اپریل 2026

    د ایران مذهبي مشر، مجتبی خامنه‌ای: له هغو تېري کوونکو به خامخا غچ واخلي، چې پر ایران یې بریدونه کړې دي

    10 اپریل 2026

    د ایران د بهرنیو چارو پخواني وزیر د ژورو ټپونو له امله ساه ورکړه

    10 اپریل 2026
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    سیمه 10 اپریل 2026

    خواجه اصف د اسرائیل پر ضد شوی پوسټ حذف کړ

    د پاکستان دفاع وزیر خواجه اصف، هغه څرګندونې چې نوموړي د اسرائیل پر ضد کړې…

    امریکا کې د صهیونیست رژیم سفیر: پاکستان منځګړی نه، بلکې خپله یوه ستونزه ده

    10 اپریل 2026

    د ایران مذهبي مشر، مجتبی خامنه‌ای: له هغو تېري کوونکو به خامخا غچ واخلي، چې پر ایران یې بریدونه کړې دي

    10 اپریل 2026
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    خواجه اصف د اسرائیل پر ضد شوی پوسټ حذف کړ

    10 اپریل 2026

    امریکا کې د صهیونیست رژیم سفیر: پاکستان منځګړی نه، بلکې خپله یوه ستونزه ده

    10 اپریل 2026

    د ایران مذهبي مشر، مجتبی خامنه‌ای: له هغو تېري کوونکو به خامخا غچ واخلي، چې پر ایران یې بریدونه کړې دي

    10 اپریل 2026
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،140 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20243،089 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20242،169 Views
    © 2026 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.