د بلوچستان روان وضعیت یوازې یوه امنیتي موضوع او کشاله نه ده، بلکې د پاکستان د ظالمانه سیاستونو هغه ژوره پایله ده چې کلونه کلونه یې د یو ولس غږ د زور، تبلیغ او تحریف تر سیوري لاندې ساتلی. د بلوڅانو مقاومت ته باید د یوې ناڅاپي یا بهرنۍ پدیدې په توګه ونه کتل شي، بلکې دا د اوږدې سیاسي بې عدالتۍ، تاریخي محرومیت او بې شماره ظلمونو طبیعي پایله ده. کله چې یو ولس له اساسي حقونو بې برخې پاتې شي او کلونه تر جبر لاندې تېر کړي، نو د خلاصون لپاره یې یوازینی انتخاب وسلوال مقاومت ګرځي.
پاکستاني رسنۍ او ځینې رسمي کړۍ هڅه کوي دا مقاومت د «بهرنيو دسیسو» محصول معرفي کړي، دوی په ځانګړي ډول د افغانستان نوم ډېر مطرح کوي، خو دا ادعاوې په پرله پسې توګه د داخلي ناکامیو د پټولو لپاره کارول کېږي. میداني واقعیتونه ښيي چې د بلوڅانو مشرتابه او د تصمیم نیونې اصلي مرکزونه په خپله د بلوچستان دننه فعال دي. له افغانستان سره د دې جګړې او یو لوی وسلوال خوځښت تړل نه د شواهدو پر بنسټ ولاړه عقلاني خبره ده او نه هم د واقعیتونو له منطق سره سمون لري.
په حقیقت کې، د بلوڅانو مبارزه د خپلې خاورې، هویت او طبیعي شتمنیو د ساتنې لپاره ده. دا هغه شتمنۍ دي چې د کلونو په اوږدو کې ترې د سیمه ییز ولس له ونډې پرته ګټه اخیستل شوې او په بدل کې یې یوازې پوځي حضور، عملیات او فشار ور په برخه شوي. دا ډول سیاست نه یوازې د باور فضا له منځه وړې، بلکې د دولت او ولس ترمنځ یې پراخ واټن رامنځ ته کړی، چې اوس یې پایله ټول ننداره کوي.
افغانستان، سره له دې چې تل د دغسې ناسمو تورونو تر سرلیک لاندې راغلی، په عملي ډول یې ثابته کړې چې د نورو هېوادونو په کورنیو شخړو کې د نه مداخلې اصل ته ژمن دی. نه له افغان خاورې د بلوڅانو جګړه رهبري کېږي او نه هم د افغانستان حکومت د دې بهیر ملاتړ کړی دی. پر افغانستان د تورونو لګول یو ثابت حقیقت نه، بلکې یو سیاسي او تبلیغاتي شعار دی.
په بلوچستان کې د بلوڅانو د مشر حضور هم دا ښيي چې پخوانۍ ادعاوې څومره له تناقضه ډکې وې!؟ هغه څوک چې پرون یې د افغانستان نوم اخیست، نن یې په خپله د پاکستان دننه د هماغه څېرې د راڅرګندېدو خبرونه خپاره کړي دي. دا بدلونونه د رسمي روایت اعتبار تر پوښتنې لاندې راولي او دا پوښتنه راولاړوي چې د پاکستاني پوځي رژیم له لوري ولې حقیقت تل د تبلیغ قرباني کېږي؟
تر هغو چې پاکستان د بلوچستان مسئله د زور او فشار پر ځای د سیاسي درک او عادلانه تفاهم له لارې حل نه کړي، نو دا کشاله به هیڅکله د تورونو په سیاست حل نه شي. د پاکستان د امنیتي بحران اصلي حل د ولس په مشروع غوښتنو منلو، د باور فضا رامنځته کولو او د تاریخي تېروتنو په اصلاح کې ده. پرته له دې به هر روایت یوازې د یوې ناکامې تګلارې تکرار وي او بس!
یادؤنه: په هندوکشغږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکشغږ توافق ورسره شرط نه دی.


